د مقاومت جبهه به دا ځل دښمن بیخي حیرانه کړي
(last modified Sun, 06 Apr 2025 06:48:49 GMT )
Apr 06, 2025 11:18 Asia/Kabul
  • د مقاومت جبهه به دا ځل دښمن بیخي حیرانه کړي

العالم ټيلي ويژن راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر جنرال «حسین سلامي» وویل:

 د مقاومت جبهې تراوسه خپل ټول وسونه نه دي کارولي او د جنګ د لمن د کنټرولو لپاره ملاحظه کوي او که چیرې ټاکل شوي وي چې لاسونه خلاص شي نو وس او جنګ به د دښمن له تصور څخه ورهاخوا وي.

هغه په دې خبرې سره چې تیر هجري لمریز کال ډیرې زیاتې او سختې ټیټې هسکې لرلې زیاته کړه په دغه کال کښې د کفر سپاهیان د اسلام د جبهې په مقابل کښې ودریدل او خپل ټول ممکنه وسونه یې نندرې ته وړاندې کړل.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ستر او حقیقي جنګونه وشول وویل د دښمن په ذهن کښې خبره د مسلمانانو  تسلیمول او د خدای د لارې د مومنانو او د مجاهدانو لپاره له ذلت څخه د ډک تاریخ جوړول وو.

هغه وویل مونږ به د جنګ پیلونکي نه وو خو د هر جنګ لپاره تیار یوو.

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر جنرال حسین سلامي په پریکنده توګه وویل هیڅ اندیښمن نه یوو او مونږ هیڅکله په جنګ اندیښمن نه یوو او د جنګ پیلونکي به نه وو خو د هر ډول جنګ لپاره چمتو یوو او  دواړو حالتونو  یعني د دښمن د رواني عملیاتو او د پوځي جنګ لپاره تیار یوو او د دښمن په مقابل کښې به یو ګام هم شاتګ ونکړو.