هر ډول ګواښ او ناسم اقدام ته په اقتدار سره ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i160490-هر_ډول_ګواښ_او_ناسم_اقدام_ته_په_اقتدار_سره_ځواب_ورکوو
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ اعلان وکړ چې دا ځواکونه به هر ډول ګواښ او ناسم اقدام ته چې د اسلامي انقلاب مقدس هدفونه او ارزښتونه په نښه کړي، په اقتدار سره ځواب ورکړي.
(last modified 2025-05-24T03:18:07+00:00 )
May 24, 2025 07:45 Asia/Kabul
  • هر ډول ګواښ او ناسم اقدام ته په اقتدار سره ځواب ورکوو

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوريت د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ اعلان وکړ چې دا ځواکونه به هر ډول ګواښ او ناسم اقدام ته چې د اسلامي انقلاب مقدس هدفونه او ارزښتونه په نښه کړي، په اقتدار سره ځواب ورکړي.

د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندانۍ پرون، له عراق سره په جګړه کې د ایران د خرمشهر ښار د آزادۍ د کلیزې په درشل کې، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ: امریکا یو ځل بیا د محاسبې په تېروتنې کې ښکېل ده او د دې هېواد دروغجن ولسمشر سیمې ته په سفر سره، د اسلامي ایران د ملګرو او وروڼو هېوادونو په تحریک بوخت دی، ترڅو له ایرانه ویرونه، کوم چې د دوی د تېرو ماتو خوړلو پروژو څخه ده، له دې هېوادونو څخه په میلیاردونو ډالره ستره سرمایه غلا کړي او په دې سره خپلې اقتصادي او ډېری داخلي ستونزې حل کړي، په دې نه پوهېږي چې د ایران د سوله غوښتونکې او عزتمنده اراده، تل د سیمې د امنیت او ثبات په لور وه او په سیمه کې د امریکا هر ډول شیطنت به، د ویتنام او افغانستان په څېر پایله هغه ته ولري.