Pars Today
د پاکستان او نیوزلینډ ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو وروستۍ لوبه نن د راولپنډۍ په لوبغالي کې ترسره کیږي.
په افغانستان کې د جمهوري نظام د ړنګېدو وروسته د بېلا بېلو لوبو ګڼ شمېر لوبغاړو هم خپل وطن پرېښودلی او اوس په بهر کې د میشت کېدو پر مهال د افغانستان په استازیتوب په پاریس کې د المپیک په لوبو کې د ګډون کولو حق ورکول غواړي.
د افغانستان کرکټ ملی لوبډلې بریدګر توپ وهونکي شفق الله شفق سره زموږ همکار عطاءالله خوږیاڼي د ده د کرکټ د بندیز، اقتصادي وضعیت، راتلوونکې چمتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه ځآنګړې مرکه دلته واورئ.
د پاکستان او نیوزلینډ کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه نن ماښام د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي.
پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نیوزلینډ ته په دویمه شل اوریزه لوبه کې په ۳۸ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د ۵ شل اوریزو لوبو سریز کې دوه صفر بریا تر لاسه کړه.
د هندوستان د کرکټ بورد مشر یو ځل بیا د ۲۰۲۳ د کرکټ اسیايي جام سیالیو لپاره پاکستان ته د خپلې لوبډلې د لیږلو څخه ډډه کړې او ویلي چې د دې سیالیو لپاره د ځای ټاکلو په موخه د اسیایي لوبډلو ځواب ویلو وروسته به پرېکړه وکړي.
د سعودي عربستان حکومت په دې هېواد کې د کرکټ د نړۍ تر ټولو لوړ قیمت او ستر شل اوریز لیګ د ترسره کولو هڅې پیل کړي او ویل کیږي چې هندي لوبغاړې به هم په کې ګډون وکړي.
پاکستان د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې نیوزلینډ ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړه او ټاکل شوې نن د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه لوبه هم ترسره شي.
د هندوستان د کرکت غوره لیګ یا IPL سیالیو په لړ کې نن د پنجاب او ګجرات لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو سیالي پیل کیږي.
د ارجنټاین د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي او نړیوال ستوري لیونل میسي د رونالډو څخه یو بل قدم هم مخکې شو او په اروپا کې د فوټبال لوبې د زیات ګول وهونکي ریکارډ پخپل نوم ثبت کړ.