اسټرالیایي میکسول افغانستان د اسټرالیا په وړاندې له بري محروم کړ
پرون د کرکټ د نړیوال جام نهه د ېرشمه سیالي وه چې د سیالۍ په ډګر کې يې افغان لوبډله د اسټرالیا له ملي لوبډلې سره ولوبېده او لوبه یې اسټرالیا ته وبایلله.
پرون د کرکټ د نړیوال جام نهه د ېرشمه سیالي وه چې د سیالۍ په ډګر کې يې افغان لوبډله د اسټرالیا له ملي لوبډلې سره ولوبېده او لوبه یې اسټرالیا ته وبایلله.
که څه هم په یادې سیالۍ کې اسټرالیا په یو نوي منډو اووه لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو بیا یې هم د لوبې په اوه څلوېښتم اور کې د افغانستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړ.
د اسټرالیا له پاره مکسویل د یو ویشت څلوریزو او لس شپږیزو پرمټ دوه سوه یو منډې وکړې او په همدې سره يې له افغانستان څخه لوبه وګټله.
د افغانستان لپاره په دغه سیالۍ کې ابراهیم ځدراڼ هم تاریخي سلیزه ووهله. هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې یو سل او نهه ویشت منډې کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی جاناتان ټروټ وایي، لوبډله یې تراوسه د دې چانس لري چې د کړکټ نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
ټروټ پرون له اسټرالیا څخه د افغانستان له ماتې وروسته خبریالانو ته وویل، تمه کوي چې له جنوبي افریقا سره به راتلونکې لوبه کې افغان لوبغاړي نیمه پایلوبې ته برخلیک مشخص کړي. دغه لوبه به د جمعې په ورځ ترسره شي.