هندوستان د کرکټ د نړیوال کپ فاینل ته ورسید
(last modified Thu, 16 Nov 2023 00:08:47 GMT )
Nov 16, 2023 04:38 Asia/Kabul
  • هندوستان د کرکټ د نړیوال کپ فاینل ته ورسید

د کرکټ د نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه (سیمي فاینل) کښې د هند لوبډلې نیوزیلنډ ته په (۷۰) منډو ماته ورکړه او د ۲۰۲۳ د نړیوال جام د لومړي ټیم په توګه پایلوبې(فاینل) ته ووت.

د دې سیالۍ پچه د هند ټیم وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی بیټنګ یا توپ وهنه وکړي. هندي لوبغاړو د ۵۰ اورونو په پای کې، په داسې حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۳۹۷ منډې وکړې.

په دې سیالۍ کې د هند نامتو لوبغاړي ویرات کوهلي د خپل هیواد د افسانوي لوبغاړي سچن ټندولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

پرونۍ سلیزې په یو ورځنیو سیالیو کې د کوهلي د سلیزو شمېر ۵۰ ته ورساوه.

په توپ اچونه یا باولینګ کې محمد شامي تر ډېره د نیوزیلنډ د ملا په ماتولو کې رول ولوباوه. مهم لوبغاړي یې وسوځول. ده په ۱۰ اورونو کې ۷ لوبغاړي آوټ کړل.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ دوهمه نیمه پایلوبه د آسټریلیا او جنوبي افریقا ترمنځ وشي.