-
د مقاومت د مشرانو وژل مقاومت نه کمزوری کوي
Mar 28, 2025 09:49پارس ټوډې - د حزب الله د مرحوم عمومي منشي سید حسن نصرالله لور جنایتکارو صهیونیسټانو ته په خطاب کې وویل: فکر مه کوئ چې د مقاومت د مشرانو وژل به مقاومت کمزوری کړي.
-
ایران د فلسطین په ملاتړ کې مرکزي رول لوبولی
Mar 28, 2025 09:30پارس ټوډې - د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي وویل: ایران د فلسطین له خلکو او مجاهدینو په ملاتړ کې مهم او مرکزي رول لوبولی دی.
-
د قدس نړیواله ورځ د اشغالګرۍ پر ضد یو ابدي غورځنګ دی
Mar 28, 2025 09:17پارس ټوډې - د پاکستان د جماعت اسلامي مرستیال وویل: د قدس نړیواله ورځ د قدس د آزادۍ د دفاع او د صهیونیسټي رژیم له نیواک سره د مخالفت په لاره کې یو ابدي غورځنګ دی.
-
اسرائیلي رژیم نه شي کولای د فلسطینیانو هویت له منځه یوسي
Mar 28, 2025 08:46پارس ټوډې – د لبنان د حزب الله عمومي منشي د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: اسرائیلي رژیم د فلسطین د اشغال په ۷۵ کلونو کې نه دی توانېدلی چې د فلسطینیانو هویت له منځه یوسي.
-
د صهیونیسټ رژيم پوځیان له پوځي خدمت کولو ډډه کوي
Mar 27, 2025 12:28ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل چې د دغه رژيم د پوځ زیرمه پوځیان له پوځي خدمت کولو ډډه کوي.
-
په غزې کښې د حماس په ماتي نه خوړلو د امریکا د استخباراتي ټولنې اعتراف :-
Mar 27, 2025 10:10د کلنیو ګواښونو په هکله د امریکا د استخباراتي ټولنې راپور اعتراف کړی چې په غزې کښې د فلسطین مقاومت ډلې حماس ماتي نه ده خوړلي او هماغه راز خپل قدرت ، جنګیالي او بیخ بنایانې یې ساتلي دي.
-
د ۱۴۰۴ کال د قدس نړیوالې ورځې ځانګړې فضا
Mar 27, 2025 08:41د قدس نړیواله ورځ د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب لږ وروسته د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په نوښت سره رامنځته شوه. د قدس د نړیوالې ورځې نوښت او د حضرت امام خمیني (ره) له خوا هر کال د روژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې ورځ، د قدس د نړیوالې ورځې په توګه اعلانولو، د فلسطین د مبارزې بهیر یوه نوي پړاو ته دننه کړ او د فلسطین آرمان ته یې یو اسلامي او حتی نړیوال اړخ ورکړ. د ارواښاد امام د ژور نظر له مخې، د قدس ورځ یوازې د مسلمانانو لپاره نه ده، بلکې نړیواله ورځ ده.
-
صهیونیسټ رژیم بیا د سوریې په لاذقیه سیمې بمبارې وکړې
Mar 27, 2025 07:28ایسنا خبري اژانس راپور راکړی رسنیو نن سهار وویل چې د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو د سوریې په لویدیځ کښې په لاذقیه ښار او د الابیض بندر په خوا کښې په یوشمیر سیمو څو ځله بمبارې وکړې.
-
په غزه کښې سونګ او د استعمال شیان ختم شوي، په نویو بریدونو کښې ۱۸۰ ماشومان شهیدان شول
Mar 27, 2025 04:00فلسطیني او په ملګرو ملتو پورې اړونده سرچینو د غزې اوسیدونکو ته د سونګو، خوړو او د حښلو د اوبو د نه رسیدو په وجه د دغې سیمې د خطرناکو حالاتو خبر ورکړی دی.
-
په غزه کې یوازې تېره اونۍ له ۲۷۰ ډېر ماشومان په شهادت رسېدلي
Mar 26, 2025 03:46د ماشومانو د خونديتوب نړیوال بنسټ په یوه نوي راپور کې ویلي، چې پر غزې د اسرائيلي رژیم د بریدونو له امله یوازې تېره اونۍ له ۲۷۰ څخه ډېر ماشومان په شهادت رسېدلي دي.