-
د اسرائیلو تندلاري ګوندونه په لویدیځې غاړې د واکمنۍ د قانون د تصویبولو هڅه کوي
Oct 22, 2025 08:34پارس ټوډی – د صهیونیسټي رژیم کنسټ (پارلیمان) په اوله مرحله کښې په لویدیځې غاړې باندې د نیواکګرو د حاکمیت د اعمالولو وړاندیزي لایحه وڅیړله.
-
مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی
Oct 22, 2025 05:48د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
امام خامنهيي د امریکا دولت ته: د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې پر ځای، خپل میلیوني اعتراضونه آرام کړئ + انځورونه
Oct 21, 2025 08:30پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر د امریکا ولسمشر د هغو خبرو په اړه چې د ایران د اټومي صنعت د بمبارۍ په اړه یې ویاړ کاوه او ادعا یې کوله چې هغه یې له منځه وړی، وفرمایل: هېڅ ستونزه نشته، تاسو په همدې خیال کې اوسئ، خو تاسو اصلاً څوک یاست چې که کوم هېواد اټومي صنعت ولري، تاسو ورته د څه وکړه او څه مه کړه ووایاست؟ دا له امریکا سره څه تړاو لري چې ایران اټومي امکانات او صنعت لري که نه؟ دا لاسوهنې ناسمې، غلطې او زورویونکي دي.
-
صهيونستي رسنۍ: د حماس پوځي وړتیا لا هم پاتې ده
Oct 21, 2025 12:09پارس ټوډی - د یوې صهیونیسټي رسنۍ نوې ارزونه ښيي چې د غزې جګړې د حماس پوځي وړتیا له منځه نه ده وړې.
-
لاریجاني: امریکا نه غواړي عراق خپلواک وي/ بغداد: زموږ او د ایران امنیت یوه واحده موضوع ده
Oct 21, 2025 10:03پارس ټوډې - د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي وویل: باید هڅه وکړو چې د بهرنیانو له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې څخه مخنیوی وکړو چې ایران او عراق ته زیان رسوي.
-
د قطر امیر: اسراییل د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو سرغړونه کوي
Oct 21, 2025 09:25د قطر امیر د صهیونیسټ رژیم لخوا د نړیوالو قوانینو د سرغړونې په غندلو سره، هغه څه چې په تیرو دوو کلونو کې په غزه کې پیښ شوي "نسل وژنه" وبلله او په دې اړه یې د نړیوالې ټولنې چوپتیا وغندله.
-
هالنډ له امریکا سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودوي
Oct 21, 2025 09:22پارس ټوډې - د انګلستان فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې د روسيې او د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د بېلابېلو دریځونو بدلونونو ته په اشارې سره لیکلي: د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنو په اړه هالنډ به له متحده ایالاتو سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودې کړي.
-
د اسیا روئينګ لوبو په اتلولۍ کې د ایراني مېرمنې لپاره د سرو زرو مډال
Oct 21, 2025 09:05پارس ټوډې - یوې ایراني مېرمنې د ویتنام په اسیايي روئينګ لوبو اتلولۍ کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
-
خبرونه | غریبآبادي: بریکس او شنګهای د خپلواکه هیوادونو لپاره یو ښه فرصت دی / د ټرمپ د حکومت بندیز دوام لري
Oct 21, 2025 06:59پارس ټوډی – د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال وویل: بریکس او شنګهايي سازمانونه د څواړخیز پالنې په بنیاد ولاړ دي او دا د خپلواکه هیوادونو لپاره یو ښه فرصت ګڼل کیږي.
-
وای نیټ تحلیلي سایټ: د غزې د جنګ په اړه پریکړې په واشنګټن کې کیږي
Oct 20, 2025 07:48پارس ټوډې - د اسراییلو د واینیټ تحلیلي سایټ په خپل یو رپورټ کښې لیکلي چې د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د وهمي ادعاوو اپوټه، هغه نه یوازې د غزې جګړې په اړه پریکړو کې بشپړ واک نه درلود، بلکې د امریکې د حکومت د نیغ په نیغه فشار او جبر لاندې د اوربند منلو ته اړ شوی دی.