د سیمې د سولې او ثبات لپاره د ایران او عراق همکاري
پارس ټوډې – د عراق له ولسمشر سره د ایران د سفیر په لیدنه کې، دواړو لورو د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په عراق کې د ایران سفیر«محمد کاظم آل صادق»، د یکشنبې په ورځ د دې هېواد له ولسمشر «عبداللطیف جمال رشید» سره ولیدل او د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لارو چارو په اړه یې د نظر تبادله وکړه.
د ایران سفیر او د عراق ولسمشر د سیمې د سولې او ثبات د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره د دوامدارې همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
همدارنګه، د عراق ولسمشر د مقاومت د شهیدانو د درناوي غونډې ته په وینا کې، د شهید قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس د زړور رول ستاینه وکړه چې د سیمې د امنیت او ډیموکراسۍ د پیاوړتیا لامل شول، او ویې ویل چې د دغو قربانیو نه هېرول یو ملي او اخلاقي مسئولیت دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان سردار شهید «قاسم سلیماني»، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه نېټه، په داسې حال کې چې د عراق د چارواکو په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی وو، د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکايي یرغلګرو او ترهګرو ځواکونو په هوايي برید کې، د عراق د ولسي بسیج (الحشد الشعبي) د مرستیال مشر «ابومهدي المهندس» او د خپلو اته نورو ملګرو سره یو ځای په شهادت ورسېد.