-
د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو د دریو ښځو د خوشي کولو عکسونه خپاره کړل
Jan 20, 2025 01:14ایرنا خبري اژانس د فلسطین د سما خبري اژانس په قول راپور ورکړ د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ بیګا د طوفان الاقصی د موافقې د لومړۍ مرحلې په چوکاټ کښې په غزې کښې د اسرائیلي بندیانو د لومړنۍ ډلې د ورسپارلو عکسونه او ویډیو خپره کړه.
-
د طوفان الاقصی عملیاتو په نیواکګر صهیونیسټ رژيم اخري میخ ورواوهه
Jan 20, 2025 00:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند« ابو عبیده» په یوې وینا کښې د طوفان الاقصی عملیات د مبارزې یوه تاریخي بیلګه وبلله او ویې ویل چې دغو عملیاتو صهیونیسټ رژيم ته سخت ګوزار ورکړ.
-
د لبنان چارواکو د اسرائیلو رژیم د خلاف ورزیو د بندولو غوښتنه وکړه
Jan 19, 2025 01:47ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان لوړرتبه چارواکو په بیروت کښې د ملګروملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټریش سره په کتنو کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزیو د بندولو غوښتنه وکړه.
-
د یمن پوځیانو بیا د اسرائیلو رژیم په مرکز توغندوي برید کړی
Jan 19, 2025 01:36ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع په تل اویو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز باندې د توغندوي برید خبر ورکړ.
-
د اسرائیلو د کورني امنیت وزیر له حماس سره موافقه بده وبلله
Jan 17, 2025 02:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د داخلي امنیت سرزوري وزیر «ایتامار بن ګویر» پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل له غزې تړانګې سره د اوربند موافقه شرمونکي ده او نیمګړتیا لري او مونږ به په« د یهود د عظمت « ګوند کښې خپلې استعفا ورکړو.
-
د اسرائیلو رژيم همیشه له خپلو ژمنو د تښتیدا عادت لري
Jan 17, 2025 01:14ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان ولسمشر «جوزف عون» د خپل هیواد په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم تیریو ته په اشارې سره هغه د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل: اسرائیلي دښمن له خپلو ژمنو څخه د تښتیدا عادت لري.
-
د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو د لومړي وزیر ادعاګانې بې اساسه وبللې
Jan 17, 2025 00:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ ویاند «عزت الرشق» د اوربند موافقې ته د دغه غورځنګ د بې پامۍ په هکله د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعاګانې بې اساسه وبللې.
-
د لبنان د کلیوالو د کورونو په بمونو الوزول؛ د جنګ تر ټولو نویو بدلونونو ته کتنه
Jan 15, 2025 10:07پارس ټوډی – د صهیونیسټ رژیم لخوا په غزې تړانګه کښې دوه ویشت نور فلسطینیان شهیدان شول.
-
د اسرائیلو د درې دیرشو بندیانو د خوشي کولو لپاره خبرې روانې دي
Jan 12, 2025 10:43زمونږ خبریال راپور راکړی د قطر« الجزیرې» ټیلي ويژن د اسرائیلو د «یدیعوت احارونوت» ورځپاڼې په قول وویل چې د فلسطین له حماس غورځنګ سره د اسرائیلو د درې دیرشو موجودو بندیانو د خوشي کیدا په هکله خبرې روانې دي.
-
د لبنان حزب الله د اسرائیلو د خلاف ورزیو په هکله خبرداری ورکړ
Jan 12, 2025 09:58ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان په پارلمان کښې مقاوت ته د وفادارۍ فراکسیون غړي «حسن عزالدین» د صهیونیسټ رژيم لخوا د اوربند د موافقې د خلاف ورزۍ د ختمولو او د لبنان له جنوب څخه د شاتګ ګولو لپاره په اسرائیلو رژيم باندې د دباو د راوستلو غوښتنه وکړه.