نتانیاهو څنګه په خورا کمزوري حالت کې راغی؟
پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژیم د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په ترټولو ممکنه کمزوري حالت کې دی او غواړي د یوې داسې موافقې په هکله خلک قانع کړي، چې هغه ته هم د منلو وړ نه ده.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د صهیونیسټي رژيم د مسئلې د چارو شنونکی او خبریال «تامر المسحال » وايي چې صهیونیسټي رژيم د موافقې له اجرا څخه دوه ورځې مخکې په سیمه کې د امنیت په نه راوستلو سره، د تبادلې د لومړي پړاو اجرا لپاره د مقاومت د فعالیت د دوام مخه نیولې.
هغه څرګنده کړې چې د تبادلې په لومړي پړاو کې د ۳۳ صهیونیسټي بندیانو خوشې کول شامل دي، چې د لومړیتوب له مخې به، ملکي ښځې او پوځي ښځې او نارینه او د وژل شویو کسانو جسدونه پکې شامل دي.
د هر صهیونیسټي ښځینه زنداني په بدل کې باید ۳۰ فلسطیني ښځینه بندیانې آزادې شي او د هرې پوځي ښځینه زنداني په بدل کې ۳۰ فلسطیني ښځینه بندیانې او ۲۰ تنه بندیان چې د بند سزاګانې لري باید آزادې شي.
"المسحال" وايي، مقاومت د وژل شویو بندیانو د جسدونو د تبادلې له نظر سره مخالفت کړی او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته د ټولو نیول شویو ښځو او ماشومانو د خلاصون په بدل کې به، د صهیونیسټي بندیانو جسدونه وسپاري.
د صهیونیسټي رژیم د مسایلو کارپوه «مهمد مصطفی» هم په دې باور دی چې نتانیاهو د سیاست نړۍ ته له ننوتلو راهیسې، په ترټولو په خپل کمزوري او نازک حالت کې دی.
مصطفی زیاتوي: نتانیاهو په خپلو خبرو کې ډېر کمزوری ښکاره شو او هڅه یې کوله چې د صهیونیسټي رژیم عمومي افکار د یوې داسې موافقې د منلو لپاره قانع کړي چې ټول پوهېږي هغه خپله هم دا هوکړه نه مني او د داخلي او بهرنیو فشارونو له امله یې منلو ته اړ شو.
د سیاسي چارو یو بل کارپوه "سعید زیاد" په دې باور دی چې نتانیاهو نشي کولای په غزه کې د جګړې د پای اعلان وکړي، ځکه چې دا کار به په محکمه کې د هغه د نیول کېدو لامل شي.
له ډېرو هلو ځلو وروسته، د صهیونیسټي رژیم او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند موافقه د دغه رژیم له ۱۵ میاشتو جنایتونو او نسل وژنې وروسته د یکشنبې په ورځ عملي شوه . هغه موافقه چې د صهیونیسټي رژیم مشرانو دا د مقاومتي ځواکونو پر وړاندې یوه ماتې وبلله