مقاومت به په لوېدیځه غاړه کې دوام ولري
پارس ټوډې – د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) ټینګار کړی چې په لوېدیځه غاړه کې به مقاومت دوام ولري او د صهیونیسټي نیواکګرانو د الحاق او بې ځایه کولو پلانونه به ناکامه شي.
د ایرنا په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) په یوې بیانیې کې د لوېدیځه غاړې د جنین په جنوب کې په «قبطیه» سیمې کې د خلکو د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او تسلیت مراتب وړاندې کولو ترڅنګ ټینګار وکړ چې د صهیونیسټي نیواکګرو د ترور عملیات او پر جنین باندې د هغوی پرله پسې حملې او سخت بریدونه به هېڅکله د ولس اراده ماته نه کړي، هغه ملت چې د آزادۍ تر لاسته راوړلو او د اشغالګرۍ له زنځیرونو څخه د خلاصون تر وخته به، د مقاومت او مقابلې له ګزینې څخه په شا نه شي.
حماس په دغه بیانیه کې، له دغه وحشیانه تیري سره د مقابلې لپاره په لوېدیځه غاړه کې د ټولو ملي او ولسي هلو ځلو د یو ځای کېدو، د خلکو د عمومي بسیج دوام، د شخړو د زیاتېدو او د نیواکګرو او صهیونیسټانو پر وړاندې د مقاومتي اقداماتو د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
د تېرې شپې د جنین په جنوب کې د قباطیه پر ښارګوټي د صهیونیسټي رژیم په هوایی حمله کې دوه کسان شهیدان شول.
نن هم په قباطیه ښارګوټي کې پر یوه موټر د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حملې کې دوه فلسطیني ځوانان په شهادت ورسېدل.