د فلسطین خلکو د خوشي شویو بندیانو تود هرکلی وکړ
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په رام الله سیمه کښې په زرګونو فلسطینیانو د بندیانو د تبادلې د عملیاتو د دوهم پړاو له پیلیدا سره په یووخت د فلسطین د ازادو شویو بندیانو هرکلی وکړ.
د فلسطین په زرګونو خلکو پرون د اردن سیند په لویدیځ غاړه کښې د رام الله ښار د ورزش په یوه هال کښې د ازاد شویو بندیانو پرتمینه هرکلی وکړ.
په دغو مراسمو کښې موجودو فلسطینیانو ژوندی دې وي عزالدین القسام غونډ په شعار سره د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس قدرونه وکړه.
دغه راز خپل ټاټوبي ته د فلسطیني بندیانو له بیرته ستنیدا سره په یووخت د غزې تړانګې خلک هم د دغه سیمې په بیلابیلو سیمو کښې په شتون سره په جشن او خوشحالۍ بوخت دي.
پرون غرمه د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین القسام غونډ د صهیونیسټ رژیم څلور ښځینه پوځیانې له اسرائیلو رژيم سره د بندیانو د تبادلې د دوهمې مرحلې د اجرا لپاره د نړیوال سره صلیب استازیو ته وروسپارلې.
صهیونیسټ رژيم هم پرون د اوربند د موافقې په چوکاټ کښې د فلسطین دوه سوه بندیان خوشي کړل.