-
غزې تړانګه کښې د اسرائیلو درې نور پوځیان ووژل شول
Dec 28, 2023 08:08الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړی پرون د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب او شمال کښې په جنګونو کښې د اسرائیلو د پوځ درې عسکر چې یو پکښې دوه ویشت کلن جګړن ، بل پکښې څلرویشت کلن کپتان او بل دوه دیرش کلن قومندان شامل دي وژل شوي دي.
-
اسرائیلو د فلسطین څلور زره زده کونکي شهیدان کړي
Dec 28, 2023 07:39الجزیرې ټیلي ويژن نن راپور ورکړ د فلسطین د غزې د ښوونې او روزنې وزارت وویل د اسرائیلو رژیم په حملو کښې تراوسه څه د پاسه څلور زره زده کوونکي او د ښوونې او د روزنې وزارت دوه سوه نهه کارکوونکي شهیدان شوي دي.
-
هغه څه چې په غزې کې رووان دی د انسانیّت په ټندې بدنما داغ دی
Dec 27, 2023 03:06زمونږخبریا ل راپور راکړ،د الجزایر ولسمشرعبدالمجید تبون پرون ددغه هیواد په پارلیمان کې پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره روښانه کړه،مونږ له فلسطین سره ولاړ یوو، مونږ په فلسطین کې شهیدان ورکړي دي او مونږ به هیڅکله هم فلسطین یوازې پرې نږدو.
-
د ایران ولسمشر د رضي موسوي د شهادت په هکله تسلیت ووایه
Dec 26, 2023 00:08ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په یوه پیغام کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د یوه پوځي سلاکار سردار «سید رضي موسوي» د شهادت په هکله تسلیت ووایه.
-
د تهران محصیلینو له اسرائیلو د انتقام غوښتنه وکړه
Dec 26, 2023 01:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د تهران یوشمیر خلکو او محصیلینو بیګا د ایران د ملي امنیت شورا ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سره له صهیونیسټ رژیم څخه د شهید سردار سید رضي موسوي د وینې د بدل د اخیستلو غوښتنه وکړه.
-
یمن د ټولو لارو لپاره جنګي چمتووالی لري
Dec 26, 2023 01:17الجزیره ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د چارو د پرمخ وړونکي حکومت دفاع وزیر« محمد العاطفي» وویل دغه هیواد له ټولو احتمالي لارو او فرضیو سره د چلند لپاره جنګي چمتووالی لري.
-
د غزې پرضد د جګړې بندیدا د سیمې د امنیت ضامن کیدلای شي
Dec 26, 2023 00:52ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اردن د بهرنیو چارو له وزیر «ایمن الصفدي» سره په ټیلي فوني خبرو کښې وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پرضد د جنګ بندیدا د سیمې د امنیت ضامن کیدلای شي.
-
امریکا او متحدین یې د صهیونیسټانو د جنایتونو د مخنیوي اصلي خنډ دي
Dec 24, 2023 03:04د ایران د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په اړه د تهران په نړیوال کنفرانس کې امریکا او د هغې متحدین د صهیونیسټانو د جنایتونو د بندولو په لاره کې اصلي خنډ وباله.
-
په تېره شپه او ورځ کې ۱۰ تنه صهیونیسټي پوځیان مړه او ژوبل شوي دي
Dec 24, 2023 02:15د صهیونیسټي پوځیانو ویندوی نیل هاګاري اعلان وکړ چې په غزې تړانګې کې د دې رژیم د پوځیانو او مقاومتي ځواکونو ترمنځ په ځمکنیو نښتو کې د صهیونیسټي رژیم ۵ پوځیان په هلاکت رسېدلي او ۵ نور ژوبل دي.
-
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې تر ۲۰۰ ډېر کسان شهیدان شوي دي
Dec 24, 2023 02:04د غزې د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د ۲۰۱ فلسطینیانو د شهادت او د ۳۶۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.