په سور سمندر کې یوه انګلیسي کښتۍ په نښه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i146406-په_سور_سمندر_کې_یوه_انګلیسي_کښتۍ_په_نښه_شوې
خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د بریتانیا یوه بېړۍ په نښه شوې ده.
(last modified 2024-02-18T23:42:51+00:00 )
Feb 19, 2024 04:10 Asia/Kabul
  • په سور سمندر کې یوه انګلیسي کښتۍ په نښه شوې

خبري سرچینو خبر ورکړی چې د سره سمندرګي په باب المندب تنګي کې د بریتانیا یوه بېړۍ په نښه شوې ده.

د ایرنا د خبر له مخې، دغه خبر د «امبري» سمندري امنیتي شرکت د دوشنبې په سهار خپور کړی، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.

د یمن پوځ ژمنه کړې، تر څو چې اسرائیلي رژیم پر غزې خپل بریدونه بند نه کړي، د دغه رژیم پر کښتیو او یا په سور سمندرګي کې د اشغال شویو سیمو لپاره پر تلونکو کښتیو به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د یمن د پوځ سرتېرو ټینګار کړی چې د عدن په خلیج او سور سمندرګي کې د نورو بېړیو لپاره تګ راتګ آزاد دی او دوی له پوره امنیت څخه برخمن دي.