ایران د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له اعلامیې غوڅ ملاتړ اعلان کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني د فلسطین د مظلوم ملت پروړاندې د جنایتونو د بندولو لپاره، د افریقایي اتحادیې د سرمشریزې له بیانیې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت ټینګ ملاتړ اعلان کړ.
د ایرنا د خبر له مخې، ناصر کنعاني په آدیس ابابا کې د فلسطین د مظلوم ملت پروړاندې د جنایتونو د بندېدو په هکله، د افریقايي اتحادیې د ۳۷مې سرمشریزې د بیانیې د هرکلي ترڅنګ وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د دغه بیانیې له احکامو څخه چې د فلسطین لپاره د بشردوستانه او حق غوښتنې ارزښتناکو آرمانو په تړاو، د افریقا د اتحادیې، د مشرانو او د ملتونو د پابندۍ ښودنه کوي، خپل ټینګ ملاتړ اعلانوي او ډاډمن دی چې د فلسطین د مظلوم ملت په ملاتړ کې د نړۍ د ډېرو ملتونو او هېوادونو د حق غوښتنې او بشردوستانه درېځونو ترڅنګ، د دې اصولي او انساني درېځونو دوام او پر هغې باند ټینګار، د صهیونیسټي جنایتکارانو او د دوی ملاتړو پر وړاندې ساحه رالنډوي او د غزې پر وړاندې د جګړې لپاره زمینه برابرېږي چې له امله به یې د فلسطینیانو د درد د کمښت لامل هم شي.
د افریقايي ټولنې مشرانو د سلواغې په ۲۹ مه د ایتوپیا په پلازمېنه کې د خپلې ۳۷مې غونډې په وروستۍ وینا کې، د غزې په تړانګه کې د څه باندې دوه میلیونو فلسطینیانو پر ضد د اسرائیلي رژیم جنایتونه په کلکه وغندل او د کلابندۍ د پایته رسېدو او تلپاتې اوربند غوښتنه یې وکړه.
دوی په دغه ناسته کې له صهیونیسټي رژیم سره د ځینو هېوادونو مرستې او دغه رژیم ته په غزې تړانګې کې د پوځي عملیاتو د دوام اجازه ورکول هم وغندل.