-
د ایران او د اذربایجان جمهوریت په سرحدونو کښې د صهیونیسټ رژیم د خوځښتونو په هکله د ایران د خارجه وزیر وینا :-
Oct 03, 2021 12:12د ایران د اسلامي جمهوریت هیڅکله خپلو سرحدونو ته نږدې د جعلي صهیونیسټ رژیم د عناصرو ګډون او په سیمه کښې جیوپولیټیک بدلون نه زغمي .
-
د شمال ختیځ د پیښو حل لاره د پردیو پوځونو د لاسوهنې مخه نیول دي
Oct 03, 2021 11:14زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د وسله والو ځواکونو د فارغ التحصیلې په مراسمو کښې د هیواد په شمال لویدیځ کښې د ګاونډیو هیوادونو مسائیلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د شمال لویدیځ د پیښو حل لاره په دغو هیوادونو کښې د پردیو پوځونو د لاسوهنې مخنیوی دی .
-
د صهیونیسټ رژیم د خارجه وزیر هرکلی د عربو نړۍ پرضد جنایت دی
Oct 01, 2021 02:19زمونږ خبریال وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر ته د بحرین د رژیم هرکلی د عربو نړۍ د ګټو پرضد جنایت او د اړیکو د عادي کولو د موافقې د لاسلیک کولو د غلطې لارې دوام دی .
-
بحرین ته د اسرائیلو د خارجه وزیر سفر د هیواد پرضد ستر ګواښ دی
Sep 30, 2021 01:56فارس خبري اژانس وايي د بحرین الوفاق ګوند وویل پلازمینې منامې ته د اسرائیلو د خارجه وزیر د سفر په بڼه کښې به له هغه سره د بحرین د موجودیت او د ثبات پرضد د یوه (۱)ګواښ په توګه چلند وشي .
-
د ایران په سرحدونو کښې مانوره یوه حاکمیتي موضوع ده
Sep 28, 2021 11:29زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې په شمال لویدیځو سرحدي سیمو کښې د مانورې ترسره کول یوه(۱) حاکمیتي موضوع ده چې د ټولې سیمې د ارامښت او د ثبات لپاره ترسره کیږي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت به خپلو سرحدونو ته نږدې د صهیونیسټ رژیم شتون ونه زغمي او د خپل امنیت لپاره به هر اقدام چې ضروري وګڼي ترسره کړي .
-
د ایران د اټومي پروګرام پرضد د اسرائیلو د لومړي وزیر د جنجال جوړولو هدفونه :-
Sep 28, 2021 09:44د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت (Naftali Bennett) په تیرې دوشنبې ورځ د ملګروملتونو په عمومي ټولنې کښې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام پرضد د چټي تورونو په تکرارولو سره ادعا وکړه چې د ایران هدف د اټومي وسلو جوړول دي .
-
اسرائیل د نړۍ د خلکو پام نشي منحرف کولای
Sep 28, 2021 07:43ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران پلاوي د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر چټي خبرو او د تورونو لګولو ته په ځواب کښې وویل دغه رژیم له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو د منظم پروګرام په پیلولو او په هغه څه سره چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله یې وویل نشي کولای په سیمه کښې له خپلو بې ثباتۍ رامینځته کونکو او ورانکارو فعالیتونو څخه د خلکو پام بل خوا ته واړوي .
-
د عراق خلکو تل د فلسطین د ایډیالونو ملاتړ کړی دی
Sep 26, 2021 02:20روسیا الیوم ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل د عراق ملت او حکومت تل د فلسطین د خلکو د ایډیالونو ملاتړ کړی دی .
-
د عراق شمال د امریکا او د اسرائیلو د جاسوسانو لپاره امن ځای دی
Sep 26, 2021 01:41المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د عراق کتائب حزب الله ډلې وویل د عراق شمال سیمه د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارو د عناصرو ، دسیسه ګرو او د ګوډاګیانو لپاره په امن ځای بدله شوي ده .
-
د فلسطين د ملت مقاومت د صهيونېسټ رژيم ماتې ده
Sep 15, 2021 08:39د مسجدالاقصی خطيب وويل: د فلسطين د ملت مقاومت او ټينګ اودرېدنې په مسجدالاقصی باندې د تسلط لپاره د غاصب رژيم کوششونه ناکام کړي دي.