اسرائیل د نړۍ د خلکو پام نشي منحرف کولای
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران پلاوي د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر چټي خبرو او د تورونو لګولو ته په ځواب کښې وویل دغه رژیم له ایران څخه د هیوادونو د ویرولو د منظم پروګرام په پیلولو او په هغه څه سره چې د ایران د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله یې وویل نشي کولای په سیمه کښې له خپلو بې ثباتۍ رامینځته کونکو او ورانکارو فعالیتونو څخه د خلکو پام بل خوا ته واړوي .
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت څرګندونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت د پلاوي د ځواب په کامل متن کښې چې د ایران د یوه (۱) ډيپلوماټ «پیمان غدیرخمي » لخوا ولوستل ویل شوي دي د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت هم د خپل بدنام پخواني لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په شان هڅه وکړه تر هغه ځایه چې کولای شي د ایران پرضد بې اساسه ادعاګانې او ناسم اطلاعات مطرح کړي او د ځان په مظلوم ښودلو سره یې په ناهیلۍ سره هڅه وکړه د اسرائیلو رژیم بې ګناه معرفي کړي .
په ملګروملتونو کښې د ایران پلاوي په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نفتالي بنت له خباثت څخه ډک هدف په تیرو اویاو (۷۰) کلونو کښې په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم په ټولو جنایتکارانه کړچارونو او بې ثباته کونکو او سلطه غواړو سیاستونو باندې د پردې اچول دي وویل نفتالي بنت حتی یوځل هم د فلسطین د خلکو مسلمو حقوقو ته چې څه د پاسه اویا (۷۰) کاله کیږي د اسرائیلو رژیم تر وحشیانه سلطې او نیواک لاندې ژوند کوي او د غزي تړانګې غیر انساني او غیر قانوني کلابندۍ ته چې هغه یې د نړۍ په یوه (۱) ترټولو ستر پرانیستي زندان بدله کړي ده هیڅ اشاره ونکړه .ی
د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نفتالي بنت په تیرې دوشنبې ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سوله ییز اټومي پروګرام په هکله چټي خبرې او تورونه تکرار کړل .
د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر لخوا په ایران باندې تور لګول په داسې حال کښې تکراریږي چې دغه رژیم کابو دوه سوه (۲۰۰) اټومي خولۍ لري او تراوسه یې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس پلټونکو ته د خپلو اټومي مرکزونو د پلټڼې اجازه نه ده ورکړي .
ایران د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي(npt) یو (۱) غړی دی او د ایران اټومي پروګرام هم د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس تر څارنې لاندې فعالیت کوي .