د مسجدالاقصی خطيب:
د فلسطين د ملت مقاومت د صهيونېسټ رژيم ماتې ده
د مسجدالاقصی خطيب وويل: د فلسطين د ملت مقاومت او ټينګ اودرېدنې په مسجدالاقصی باندې د تسلط لپاره د غاصب رژيم کوششونه ناکام کړي دي.
د العالم ټي وي چېنل د رپوټ له مخې شېخ عکرمه صبري د دې په بيانولو سره چې عرب ملتونه له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د بحالولو مخالف دي، وويل: په ۱۹۶۹ کال کښې مسجدالاقصی ته د اور اچولو پېښه د مسجدالاقصی په خلاف د خپلو طمعو د اجرا او ورباندې د تسلط لپاره د غاصب رژيم د هلو ځلو ښودنه کوي.
عکرمه صبري زياته کړه، غاصب رژيم کوشش وکړ چې له پېښو څخه ناوړه استفاده او مسجدالاقصی باندې د خپل حاکميت اعلان وکړي، خو دغو کوششونو د فلسطين د ملت د ټينګ اودرېدنې او له مسلمانانو سره د دغه جومات په تعلق باندې د تاکيد په وجه ماتې وخوړه.
د مسجدالاقصی خطيب تاکيد وکړ، غاصب رژيم همدارنګ د اقداماتو او په مسجدالاقصی باندې د تسلط د توجيه لپاره له ديني روايت سازۍ استفاده کوي او همدغه مسئله د قدس په باره کښې د اسلامي روايتونو خپرول واجبوي چې نړۍ په دغه ځاے کښې د مسلمانانو له حق څخه خبر شي.
عکرمه صبري د دې په بيانولو سره چې عرب ملتونه او رسمي پلاوي له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو په بحالولو راضي نه دي او په همدې لړ کښې په همدې لړ کښې له مسجدالاقصی څخه کتنه نه کووي، واضحه کړه، غاصب رژيم کوشش کوي په مسجدالاقصی باندې خپل حاکميت وتپي چې مونږ ورته تسليم شوو، نو له دې امله مونږ له مسلمانانو غواړوو چې د مسجدالاقصی د آبادولو لپاره دې د همت ملا وتړي. غاصب رژيم نه شي کولې د خپلو تصوراتو مطابق په مسجدالاقصی باندې مسلط شي يا يې چارې وچلوي.