-
اسرائیلو د امریکا په ملاتړ سره ډیر جنایتونه کړي دي
Jul 27, 2020 06:41فارس خبري اژانس وايي د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې له صهیونیسټ رژیم څخه د مالي ملاتړ د طرح تصویبیدا ته په غبرګون کښې وویل دغه اقدام د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ او د بدمعاشۍ منطق پیاوړی کوي .
-
اسرائیلو په موقته توګه د الحاق پلان ځنډولی
Jul 22, 2020 10:20القدس خبري سایټ راپور ورکړ صهیونیسټ رژیم د کورونا ساري ناروغۍ د خپریدا په دلیل مجبوره شوی له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو پلان په موقته توګه له اجنډا وباسي .
-
د اسلامي همکارۍ سازمان د فلسطیني بندیانو په خوشې کولو ټینګار وکړ
Jul 21, 2020 08:31د اسلامي همکارۍ سازمان د ملګرو ملتونو او سور صلیب له نړیوالې کمیټې څخه غوښتنه کړې چې په نیول شوي خاورو کې د کورونا د خپریدو له امله د فلسطیني بندیان د خوشې کولو لپاره په صهیونیسټي رژیم دباو راوړي.
-
په اسرائیلو کې په کرونا د اخته ناروغانو شمېر ۴۹ زره تنو ته ورسېد
Jul 20, 2020 13:05د صهیونیستي رژیم د روغتیایي چارو وزارت د کرونا وایروس د ناروغۍ له زیاتېدو څخه د اندېښنې په ښودلو سره په اسرائیلو کې د ۴۹ زره کسانو د ککړېدو خبر ورکړ.
-
الاقصی جومات د فلسطین د ملت سره کرښه ده
Jul 18, 2020 05:58العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند فوزي برهوم ټینګار وکړ قدس شریف او الاقصی جومات د فلسطین د ملت او د مقاومت د جبهې سره کرښه ده او له دغو دوو (۲) ځایونو ملاتړ د ټولو اسلامي امتونو دیني او اخلاقي دنده ده .
-
د نتانیاهو د فساد خلاف په نیواکي قدس کښې پراخې مظاهرې وشوې
Jul 17, 2020 02:57د نیواکي فلسطین زرګونو اوسیدونکو بیګا په نیواکي قدس کښې د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د مالي فساد خلاف مظاهرې وکړې.
-
د سوریې ولسمشر د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړ
Jul 16, 2020 07:45وفا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې ولسمشر بشار اسد د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته په لیک کښې ټینګار وکړ سوریه به له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو او د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلانونو سره په مقابلې کښې د سوریې د ملت په څنګ کښې ودریږي .
-
حزب الله او جهاد اسلامي له دسیسو سره مبارزه غواړي
Jul 16, 2020 07:18د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ او د لبنان حزب الله غورځنګ په سیمه کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د دسیسو په وړاندې د وحدت په ضرورت ټینګار وکړ .
-
له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځي غاړې له یو ځای کیدا سره نړیواله مقابله پکار ده
Jul 11, 2020 09:37د پاکستان دیني اوسیاسی مشرانو هم د امریکا په شنې اشارې سره دصهیونیسټي رژيم ددغه پلان په ردولو سره په پراخ اجماعي ډول وئيلی دي دغه غیرقانوني اقدام په سیمې کې د بې ثباتۍاو تاؤتریخوالي د زیاتیدا لامل کیږي .
-
د ايران د وسلو د بنديز په دوام کښې د امريکې په ناکامېدو د روسيې تاکيد
Jul 10, 2020 10:03امريکې د ايران د وسلو د بنديز چې د 2231 پرېکړليک له مخې د 2020 کال د اکتوبر په اتلسمه ختميږي له لغو کېدو څخه د مخنيوي لپاره پراخه هلې ځلې شروع کړې او په دې اړه يې د يو پرېکړليک مسوده وړاندې کړې ده. خو روسيه باوري ده چې د واشنګټن دغه کوششونه به ناکامه پاتې شي.