د سوریې ولسمشر د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړ
وفا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې ولسمشر بشار اسد د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته په لیک کښې ټینګار وکړ سوریه به له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو د یوځاې کولو او د امریکا د پیړۍ د معاملې له پلانونو سره په مقابلې کښې د سوریې د ملت په څنګ کښې ودریږي .
د سوریې ولسمشر بشار اسد د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ته په لیک کښې ټینګار کړی دی سوریه به حتی د یوې(۱) ګوتې په اندازه هم د فلسین له ملت څخه له خپل ملاتړ څخه لاس وانخلي .
بشار اسد دغه راز د امریکا او د اسرائیلو له پلانونو سره په مقابلې کښې د فلسطین د ملت لپاره د ډیرې پایدارۍ او د بریالیتوب غوښتنه وکړه .
له دې مخکې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس د سوریې ولسمشر بشار اسد ته لیک استولی و چې پکښې د فلسطین د وروستیو بدلونونو ، د فارس خلیج له عربو هیوادونو څخه د کورواکه تشکیلاتو د ناهیلۍ او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم له پلانونو سره په مقابلې کښې د فلسطین او د سوریې په مقاومت ټینګار شوی و .
د پیړۍ معامله د امریکا د حکومت لخوا یو(۱) پلان دی کوم چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د له مینځه وړلو هڅه کوي او دغه پلان د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی .