-
اسلامي نړۍ دې د صهیونیستي رژيم په وړاندې سره متحده شي
Aug 08, 2026 13:31د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
-
افغان حکومت له ایران سره د ښو اړیکو د دوام غوښتونکی دی
Aug 08, 2026 13:19د افغانستان د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد رسنیو ته ویلي، چې اوس مهال د افغانستان او ایران ترمینځ اړیکې ډیرې ښې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په عادي ډول روانه ده.
-
پزشکیان: زمونږ وسلوالو مبارزانو درسته نړۍ حیرانه کړې ده
Aug 08, 2026 13:08پارسټوډې ــ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د ایران د وسلهوالو ځواکونو د خلکو په ملاتړ او د ټولو برخو په همغږۍ کې په مېړانۍ دفاع سره ، د دښمن ټولې محاسبې ګډې وډې کړې.
-
سيانان ایشوا کړه؛د امریکا پوځ د جنګه د وتلو لپاره د لارې په لټه کې دی
Aug 08, 2026 12:38پارسټوډي ــ یوې امریکائي رسنۍ سی این این خبری چینل راپور ورکړی چې د امریکا د وسلهوالو ځواکونو لوي درستیز په خصوصي ناستو کې له ایران سره د جنګه د وتلو لپاره د یوې لارې د موندلو غوښتنه کړې او په دې اړه ئې خبرداری ورکړی دی.
-
طالبانو د څه باندې دوو زرو افغان کډوالو د ورستنیدا خبر ورکړ
Aug 06, 2026 13:35زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې ۴۶۰ کورنۍ چې ۲ زره او ۲۹۲ کسان پکې شامل دي، پرون افغانستان ته ورستنې شوې دي.
-
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناهځای وباله
Aug 06, 2026 12:09زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې د ودې په حال کې دي.
-
په کربلا کې د اربعین په دستورو کې کابو ۲۲میلیون زیارتوالو ګډون وکړ
Aug 05, 2026 10:13پارس ټوډې- دعراق د کربلا والی د حسینی اربعین په ولولناکو او معنوي دستورو کې د څه دپاسه ۲۲میلیون زیارتوالو د ګډون خبر ورکړ.
-
د عربستان جنګی الوتکو د یمن پلازمینه صنعا بمباری کړ
Aug 05, 2026 09:25پارس ټوډې- خبرو سرچینو د یمن په پلازمینې صنعا باندې د عربستان د جنګی الوتکو د حملې او د څو زورورو چاودنو راپور ورکړی.
-
حجتالاسلام قاضي عسکر؛د مقاومت زور، دښمن شاتګ ته اړ باسي
Aug 05, 2026 06:41پارس ټوډې – د تهران ښار په جنوب، ری ښار کې د حضرت عبدالعظیم حسني (ع) د سپېڅلي زیارت متولي وویل، د حسینی اربعین لومړنی پیغام د مستکبرانو اوسرزورو پر وړاندې مقاومت دی، او له عاشورا تر اربعین پورې تجروبه، او همدارنګه د اوسني بدلونونه، دا ثابتوي چې مقاومت نتیجه ورکوي او دښمن له خپلې ظاهري او دروغجنې زبرځواکئ ټيټوي
-
د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې
Aug 05, 2026 06:15پارس ټوډې- د بامیان ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په ټولو جوماتونو او امامباړو کې د مجلس، ماتم او د امام حسین (ع) د فضیلتونو په بیانولو سره د حسيني اربعین درناوی وکړ. د بامیان ښار د سرآسیاب سیمې د فاطمه جومات په مراسمو کې لمونځ کوونکو د علماوو ویناوې واورېدې او د نذر او خیرات په وېشلو سره ئې له سیدالشهدا حضرت امام حسین (ع) سره خپله مینه او عقیدت څرګند کړ.