-
افغانستان له ایران سره هر ډول ملګرتیاته تیار دی
Nov 26, 2024 09:57د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفارت له نوي مشر سره همکارۍ ته چمتووالی اعلان کړ
-
د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
Nov 25, 2024 12:34په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او دغه راز له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.
-
د اسرائيلو په بندونوکې له شهادته مخکې د فلسطین د روغتوني مسئولانو شکنجه کول
Nov 25, 2024 09:47پارس ټوډې – په غزې تړانګې کې د فلسطین دکورواکه حکومت د اطلاع رسونې دفتر وئيلي دي ، د اسرائيلو نیواکګر رژیم په غزې تړانګې کې ددرملنې د روغتونونو څه دپاسه زر ډاکټران، پرستاران او د عملې نور کارکونکي شهیدان کړي دي.
-
متقي د مسکو او کابل ترمنځ راشه درشه مهمه وبلله
Nov 25, 2024 03:36د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي شمیر کابلوف سره په کتنه کې د مسکو او طالبانو ترمنځ د چارواکو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ.
-
د اسلامي بیدارۍ نړیوال فورم په پاراچنار کښې ترهګریز برید غندلی دی
Nov 25, 2024 03:09زمونږ د خبریال د راپور له مخې د اسلامی بیدارۍ نړیوال فورم د پاکستان د شمال لویدیځ د پاراچنار په ښار کښې د په کاروان باندې د ترهه ګرۍ حمله چې په نتیجه کښې یې ۱۰۷ تنه شول، په کلکه وغندل چی دغه جنایتونه د صهیونیسټ رژیم په شان د امریکا او لویدیځ په ملاتړ په منظم ډول د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې او په سیمه کښې د ناامنۍ او بې ثباتۍ د رامینځته کولو په هدف ترسره کیږی .
-
داعش خراسان ټروریسټي ډلې د بغلان د برید مسوولیت پرغاړه واخیست
Nov 24, 2024 02:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «داعش خراسان» ترهګرې ډلې د افغانستان په شمال کښې په بغلان ولایت کښې د صوفیانو په یوه زیارت باندې د مرګوني حملې مسوولیت پرغاړه واخیست.
-
د فلسطینیانو له نظره داسرائيلی جنایتکارو په ضد دهیګ نړیواله جنائي محکمې فیصله
Nov 23, 2024 12:58پارس ټوډې - د ملګروملتو ملتو د بشري حقوقو ځانګړي رپورټر،د صهیونیسټ رژيم د لومړی وزیر او د جنګ وزیر د نیولو به باب د هیګ د نړیوالې جنائي محکمې فیصله،د لویدیځوالو د ژمنتیا لپاره یو امتحان وبالۀ.
-
مشهور ایرانی فلسوف؛له عقله لا لوړځائيګی نه لرو او ټول قرآن دعقل په اساس دی
Nov 23, 2024 11:36تهران ریډیو- د ایران یو مهشور فیلسوف غلام حسین ابراهیمي دینانی، وائي د اوسنی انسان ښکیلتیا دا ده چې خلک لازیات پخپلو غوښتو پسې کیږی او پر پوهو برغولی کیږدي.
-
په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ايران پر همکاریو ټینګار شوی دی
Nov 23, 2024 01:50د افغانستان د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، ایران ته د خپل سفر په بهير کې د مشهد له والي او یو شمېر ایراني او افغان سوداګرو سره د خراسان رضوي د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او کرنې په خونه کې کتلي دي.
-
د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسئولیت دی
Nov 23, 2024 01:44د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په اوسنيو شرایطو کې له نړۍ سره د سیالۍ او د اقتصادي ودې لپاره د اوبو ښه مدیریت یو ملي مسئولیت ګڼي.