-
پاکستان دې خپل دښمن، په خپله خاوره کښې ولټوي
Sep 03, 2023 04:01د افغانستان د طالبانو د حکومت د وسله والو قواؤ قومندان وايي، د پاکستان تحریکِ طالبان د افغانستان په خاوره کښې نشته او اسلام آباد باید خپل دښمن، په خپلې خاورې کښې ولټوي.
-
بې نقابه امریکا
Sep 02, 2023 12:54د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته په دغه هیواد کې د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او بیا مو هم را بولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته،هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
ایران د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په ۱۴ مخکښو هېوادونو کې دی
Sep 02, 2023 04:14د ایران د عامه کتابتونونو د ټولنې عمومي منشي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د کتاب لوستنې شبکې په برخه کې د نړۍ په څوارلسو مخکښو هېوادونو کې یو او په آسیا کې لومړی هېواد دی.
-
د افغانستان د ملي کرنسۍ د ارزښت د زیاتیدا په هکله باز محمد ځوانمل څه نظر لري؟
Sep 02, 2023 11:04د ننګرهار ولایت د اصنافو او د هټیوالو د ټولنې له مشر باز محمد ځوانمل سره په بازار کښې د افغانیو د ارزښت د زیاتیدا او د خوراکي توکیو د بیو د کمیدا په هکله خپل نظر په دغه مرکې کښې څرګندوي.
-
د اسلامي ملګرتیا موسسې یوه پلاوي کابل ته سفر کړی
Sep 02, 2023 10:59زمونږخبریال راپور راکړی د اسلامي همکاریو سازمان يو پلاوي افغانستان ته په خپل تازه سفر کې د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي، یوشمیر افغان عالمانو او یوشمیر نورو طالب چارواکو سره کتلي دي.
-
د پاکستان لومړی وزیر له ایران سره د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ
Sep 02, 2023 02:37د ایرنا د خبر له مخې، د پاکستان لومړی وزیر انوارالحق کاکړ په اسلام آباد کې د ایران له سفیر رضا امیري مقدم سره په کتنې کې، د ایران د دیارلسم دولت د لومړی ګاونډیو د سیاست په ستاینې سره وویل، د ایران د اسلامي جمهوریت دغه سیاست په بشپړه توګه د پاکستان له سیمه ایزو اړیکو او پراختیا سره سمون خوري، نو ځکه، اسلام آباد هوډ لري چې د امکان تر حده د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته وده ورکړي.
-
طالبانو د بښنې د نړیوال سازمان اندیښنې بې ځایه بللي دي نور حال دلته لرو
Sep 02, 2023 08:01زمونږ خبریال راپور راکړی طالبانو په کابل ښار کې د امنيتي کیمرو د نصبولو په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنو ته غبرګون ښودلی.
-
د افغانستان بانک رئيس په يوه ترافيکي پيښه کې ټپي شوی
Sep 02, 2023 06:21زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري وایي، چې د دې بانک سرپرست هدایت الله بدري د کندهار— هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له امله په سطحي ډول ټپي شوی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.
-
افغانستان کې له زده کړو محرمو یو شمېر نجونو پاکستان ته مخه کړې
Sep 02, 2023 04:27په تېرو دوو کلونو کې یو شمېر افغانې نجونې له خپلو کورنیو سره پاکستان ته کډه شوي او د هغه هېواد په ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو کې په زده کړه بوختې دي.
-
د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر له چابهار- زاهدان- نیمروز د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه لیدنه وکړه
Sep 02, 2023 01:57د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي له چابهار- زاهدان- نیمروز /میلک د وسپنې پټلۍ له پروژې څخه چې اوسمهال يې په ایران کې د جوړونې چارې دوام لري؛ له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.