-
غزې ته رسیدلي مرستې د دغه سیمې ضرورتونه نه پوره کوي
Oct 27, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ولسي موسسو مدیر «امجد الشوا» وویل غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستول ورتلل په دغه سیمه کښې د اوربند له اعلان راهسې د هیڅ د پام وړ بدلون ښودنه نه کوي او دغه مرستې د سیمې د خلکو ضرورتونه نه پوره کوي او صهیونیسټ نیواکګرانو هماغه راز د غزې له شپږو سرحدي لارو څخه څلور سرحدي لارې تړلي ساتلي دي.
-
په ملګروملتونو کښې د ایران استازی : صهیونیسټ رژیم د سولې او د امنیت لپاره جدي ګواښ دی
Oct 24, 2025 09:35پارس ټوډی- په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر «امیر سعید ایرواني» د امنیت شورا په غونډه کښې چې د فلسطین په حالاتو د غور لپاره شوي وه وویل صهیونیسټ نیواکګر رژیم د سیمې او د نړیوال امنیت او د سولې لپاره په ښکاره او جدي ګواښ بدل شوی دی.
-
یوازې ۱۳ سلنه صهیونیسټان اسرائیل د غزې د جګړې بریالی بولي
Oct 18, 2025 08:47پارس ټوډې - د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د صهیونیسټانو اکثریت اسرائیلي رژیم د غزې په جګړه کې بریالی نه بولي او یوازې ۱۳ سلنه یې په بشپړ بري باور لري.
-
د فلسطین حماس غورځنګ د یوه بل اسرائیلي مړی وروسپاره
Oct 18, 2025 02:29ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو وویل د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو د یوه بل بندي مړی د غزې په جنوب کښې سره صلیب ته ورسپارلی دی.
-
په غزې کښې د نیواکګرانو نوی جنایت د اوربند د موافقې خلاف ورزۍ ده
Oct 18, 2025 02:11ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د غزې ښار په «الزیتون» محلې کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم نوی جنایت وغاند او هغه یې په غزې تړانګه کښې د اوربند د موافقې ښکاره خلاف ورزۍ وبلله.
-
نتانیاهو او د هغه کابینې مونږ د اکتوبر د اومې نیټې د غمیزې په لور بوتلو
Oct 18, 2025 01:48ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د دغه رژيم د جنګ پخواني وزیر «موشه یعلون» له نیوکې په ډکو څرګندونو کښې وویل لومړي وزیر نتانیاهو او د هغه کابینې مونږ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې د غمیزې په لور بوتلو خو دوې خپله ماتي نه مني.
-
د امریکا ولسمشر او د اسرائیلو لومړي وزیر د بندیانو د تبادلې د موافقې په هکله خبرې وکړې
Oct 17, 2025 01:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم رسنیو راپور ورکړ چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو بیګا شپه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرامپ سره ټيلي فوني خبرې وکړې.
-
د امریکا ولسمشر د غزې په هکله د نړۍ له مشرانو سره غونډه کوي
Oct 11, 2025 01:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «اکسیوس» سایټ د څلوو خبرو سرچینو په قول وویل ولسمشر ډونالډ ټرامپ نیت لري راتلونکي اونۍ مصر ته په خپل سفر کښې د نړۍ له مشرانو سره د فلسطین د غزې تړانګې په هکله غونډه جوړه کړي.
-
په غزې کښې اوربند له غمیزې د یوه ډک جنګ د ختمیدا پیلامه ده
Oct 11, 2025 01:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ناروې هیواد په غزې تړانګه کښې د اوربند په هرکلي سره وویل دغه موافقه له غمیزې د یوه ډک جنګ د ختمیدا لپاره یوه پیلامه ده.
-
الجزیرې ټیلي ويژن د غزې د جنګ د بندیدا د پلان د اجرايي پړاونو جزیات خپاره کړل
Oct 11, 2025 00:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قطر الجزیرې ټيلي ويژن بیګا وویل د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ د پلان د اجرايي مرحلو سند یې ترلاسه کړی دی.