غزې ته رسیدلي مرستې د دغه سیمې ضرورتونه نه پوره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166398-غزې_ته_رسیدلي_مرستې_د_دغه_سیمې_ضرورتونه_نه_پوره_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ولسي موسسو مدیر «امجد الشوا» وویل غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستول ورتلل په دغه سیمه کښې د اوربند له اعلان راهسې د هیڅ د پام وړ بدلون ښودنه نه کوي او دغه مرستې د سیمې د خلکو ضرورتونه نه پوره کوي او صهیونیسټ نیواکګرانو هماغه راز د غزې له شپږو سرحدي لارو څخه څلور سرحدي لارې تړلي ساتلي دي.
(last modified 2025-10-26T23:58:08+00:00 )
Oct 27, 2025 04:24 Asia/Kabul
  • غزې ته رسیدلي مرستې د دغه سیمې ضرورتونه نه پوره کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د ولسي موسسو مدیر «امجد الشوا» وویل غزې تړانګې ته د بشر دوستانه مرستول ورتلل په دغه سیمه کښې د اوربند له اعلان راهسې د هیڅ د پام وړ بدلون ښودنه نه کوي او دغه مرستې د سیمې د خلکو ضرورتونه نه پوره کوي او صهیونیسټ نیواکګرانو هماغه راز د غزې له شپږو سرحدي لارو څخه څلور سرحدي لارې تړلي ساتلي دي.

هغه زیاته کړه د صهیونیسټ نیواکګرانو لخوا اعمال شوي محدودیتونه سبب شوي دي چې د «انروا» د مرستو شپږ زره ټرکونه او د نړیوالو موسو د مرستو زرګونو ټرکونه غزې ته ورنشي.

د فلسطین د ولسي موسسو مدیر «امجد الشوا»ټینګار وکړ صهیونیسټ نیواکګر رژيم د شهیدانو د مړیو د کشفولو لپاره د ضروري تجهیزاتو د ورتلو ، د لارو د پرانیستلو او د بیخ بنایانو د رغولو او دغه راز غزې ته د ډاکټرانو د ورتلو مخه نیسي او شرایط په دې ډول دي چې همدا اوس هره ورځ له دوو سوو تر دریو سوو پورې د مرستو ټرکونه غزې ته ورځي په داسې حال کښې چې د غزې د خلکو د لومړنیو ضرورتونو د پوره کولو لپاره هره ورځ د مرستو شپږسوه ټرکونو ته ضرورت شته.