-
په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي
Mar 02, 2025 11:26د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دي.
-
د تورخم دروازې تړل افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي
Mar 02, 2025 01:43زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل د سوداګرۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا د دواړو لوریو سوداګرو ته زیان رسوي.
-
ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده
Mar 01, 2025 04:23پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" د جمعې د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې د حقانیه مدرسې په جومات کې هغه تروریستي عمل وغانده چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو.
-
د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر حامدالحق پرون په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو
Mar 01, 2025 04:19په پاکستان کې امنیتي چارواکو پرون وویل چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې د ځانمرګي برید له امله د دغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونه کسان ژوبل شوي دي.
-
ټیم بورچیت طالبانو او القاعدې ته د بهرنیو مرستو پر لېږلو نیوکه وکړه
Feb 26, 2025 10:08زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې غړي ټیم بورچیت افغانستان ته د اوونیزو ۴۰ مېلیونه ډالري مرستو د لېږلو پر دوام نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ډېری وخت دغه مرستې د طالبانو او القاعدې لاس ته ورځي.
-
امریکا هماغه راز د ایران په هکله لافو ته دوام ورکړی
Feb 24, 2025 07:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ملي امنیت سلاکار « مایک والټز» له فاکس نیوز ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د ایران په هکله لافې ووهلې او ادعا یې وکړه چې د ایران د اټومي پروګرام د بندولو لپاره ټولې لارې پرمیز شته.
-
د اسلامي شورا مشر له آذربایجان جمهوریت سره د ریلي پروژې پر چټک پلي کېدو ټینګار وکړ
Feb 21, 2025 02:05پارس ټوډې - د اسلامي شورا مشر "محمد باقر قالیباف" د آسیا د مجالسو په پنځلسمې عمومي غونډه کې د آذربایجان د ملي مجلس له مشرې "صاحبه غفاروا" سره په لیدنه کې وویل، دا ډېر ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پارلماني اړیکو ته پراختیا ورکړو؛ د ایران پریکنده سیاست له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د هر اړخیزواړیکو پراختیا ده.
-
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې اوه کسان ووژل شول
Feb 19, 2025 06:55زمونږ خبریال راپور راکړی ناپیژاندو وسله والو کسانو بیګا ناوخته د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان (Barkhan) سیمه کښې له یوه بس څخه چې له کویټه څخه د پنجاب صوبې فیصل اباد ته روان و سپارلې کوزې کړې او بیا یې شناختي کارډونه او تذکرې چیک کړې او وروسته یې اوه کسان په ډزو ووژل.
-
د طالبانو له انکار سره سره، نړۍ په افغانستان کښې د داعش د فعالیت کتونکې ده
Feb 18, 2025 07:50سره له دې چې طالبان وايي داعش په بشپړه توګه له منځه وړل شوی دی، خو دې ترهګرې ډلې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې د څو بمي چاودنو مسئولیت پر غاړه اخیستې دی.
-
ولسمشر کرزي د جرمني په مونشن کې د یوه افغان له لوري برید وغانده
Feb 15, 2025 02:35د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د جرمني په مونشن ښار کې د یوه افغان له لوري په موټر سره د ۳۶ کسانو ټپي کول غندلي او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.