د تورخم دروازې تړل افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i157820-د_تورخم_دروازې_تړل_افغان_او_پاکستاني_سوداګرو_ته_زیان_رسوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل د سوداګرۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا د دواړو لوریو سوداګرو ته زیان رسوي.
(last modified 2025-03-01T21:16:51+00:00 )
Mar 02, 2025 01:43 Asia/Kabul
  • د تورخم دروازې تړل افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل د سوداګرۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا د دواړو لوریو سوداګرو ته زیان رسوي.

د نوموړي وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رسنیو ته ویلي که د پاکستان له خوا اقتصادي خنډونه دوام وکړي، ښايي د دواړو لوریو اقتصادي اړیکو ته له دې زیات زیان رسوي.

هغه زیاته کړې: «موږ هیله لرو چې پاکستان پر دې مسالې بیاکتنه او د دې چارې پر دایمي حل لارې به غور وکړي او نور اجازه ورنه کړي چې دا لار د هغوی له خوا بنده شي.»

نوموړي ټينګار کړی چې دا وزارت هڅه کوي له پاکستان سره د خبرو اترو له لارې ستونزه حل کړي.

شاوخوا اته ورځې کېږي چې پاکستان تورخم لار د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړلې ده.

د لارې له تړل کېدو سره دواړه خوا زرګونه کسان او لسګونه بار وړونکي موټر بې برخلیکه او لالهانده ولاړ دي.