-
اسلام آباد له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کښې د ټي ټي پي خلاف سمدستي اقدام وکړي
Aug 03, 2024 03:44د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د ملګرو ملتو د امنیت شورا وروستي رپورټ ته په اشارې سره وویل چې طالبان دې په افغانستان کښې د تحریکِ طالبانِ پاکستان په شمول ترهګرو ډلو خلاف سمدستي لاس په کار شي.
-
د افغانستان له خاورې ایران ته هېڅ ډول ګواښ نشته
Jul 21, 2024 10:23د طالبانو مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوه ایراني چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان له خاورې ایران ته هېڅ ډول ګواښ نشته.
-
په عمان کې د اختلاف په پلمه فرقه پال تاؤتریخولی هیڅ ځاي نه لري.
Jul 20, 2024 08:44د عمان لوي مفتی وئيلي دي، هغه ترټولو ښه شی چې اوس ددغې غمیزې په باب وئیل کیدلی شي، دا دی چې مور پلار او د ټولنې درست اورګانونه باید هغه ارشاد او روزنې لا لوړې او زیاتې کړي او د سم ایمان د اصولو په پياوړتیا کې چې انساني مقدسات ستائي او انحرافي او باطل افکار ردوي ،هڅه وکړو.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی دی
Jul 18, 2024 11:13په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا صوبې کې پر پوځي اډې د وروستي برید په غبرګون کې، په اسلام آباد کې د سرپرست حکومت د سفارت مرستیال احضار کړی دی.
-
د ټرامپ په ترور کې ایران هیڅ رول نه دی درلودلی
Jul 17, 2024 10:26سی این این امریکائي خبری چینل پرون د ایران د اسلامی جمهوری مقدس نظام سره د پخوانۍ دښمنۍ په لړ کې مدعی شوې وه ،د امریکا اطلاعاتي چارواکو په وروستیو اونیو کې دډونالډټرمپ د وژلو لپاره د ایران له خوا یوه احتمالي نقشه کشف کړې ده.
-
د عراق الکتائب غورځنګ د اسرائيلو په ضد دمقاومتي چورلیزد عملیاتو پرپراختیا ټينګار وکړ
Jul 14, 2024 12:10دعراق کتائب حزب ا.... مسئولانو په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژیم وروستي جنایت په غبرګون کې ،د صهیونیستي وحشي رژیم په ضد دمقاومتي چورلیز دعملیاتو د پراختیا خبر ورکړ.
-
د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم لېرې کولو لپاره د روسیې ژمنه
Jul 11, 2024 11:57د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټینګار کړی چې مسکو په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د نوم د ایستلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي مړینه
Jul 11, 2024 11:51پېژندل شوی شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی، ګیله من وزیر، چې د چاقو د برید او د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستري وو، په اسلام آباد کې ساه ورکړه.
-
د پاکستان دپوځ لوی درستیز په ماسکوکې له روسي چارواکوسره کتنې کړي
Jul 11, 2024 02:32په دغو لیدو کتو کې د دوو اړخیزو راشه دیرشه پراخولو،د تجارتي،انرژۍ او سلامتیا په چارو کې په دوو اړخیزو اړیکو پراخولو او ژورولو هم بحث او دنظر تبادله شوې ده.
-
اسماعیل هنیه مسعود پزشکیان ته د زړه له کومې مبارکي ورکړه
Jul 09, 2024 01:44د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د مبارکۍ په دغه لیک کې ټينګار کړی دی، مونږ په داسې شرائطو کې جناب عالی ته د مبارکۍ پيغام درلیږو چې د فلسطین مقاومت اومظلوم ملت په نهایت کې په میړنتوب او استقامت کې د تاریخ یوه ترټولو شرافتمند جنګ یعنی طوفان الاقصی عملیاتو ته وارد شوی دی.