د ټرامپ په ترور کې ایران هیڅ رول نه دی درلودلی
سی این این امریکائي خبری چینل پرون د ایران د اسلامی جمهوری مقدس نظام سره د پخوانۍ دښمنۍ په لړ کې مدعی شوې وه ،د امریکا اطلاعاتي چارواکو په وروستیو اونیو کې دډونالډټرمپ د وژلو لپاره د ایران له خوا یوه احتمالي نقشه کشف کړې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت و یندوي د امریکا دپخوانی کرغیړن ولسمشرټرمپ په ترور کې د ایران د رول په باب د امریکائي رسنئ د ادعائي راپور په ردولو سره،ددغه شان ادعاګانو خپریدا، غرضي سیاسی انګیزې او موخې لرونکي وبلله.
سی این این امریکائي خبری چینل پرون د ایران د اسلامی جمهوری مقدس نظام سره د پخوانۍ دښمنۍ په لړ کې مدعی شوې وه ،د امریکا اطلاعاتي چارواکو په وروستیو اونیو کې دډونالډټرمپ د وژلو لپاره د ایران له خوا یوه احتمالي نقشه کشف کړې ده.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، د ایران د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونلډټرمپ باندې په وروستۍ وسلوالې حملې کې د ایران درول په باب د امریکائي رسانئ ځيني ادعاکونکي راپورونه دروغ وبلل.
ناصر کنعاني ووئيل؛د ایران اسلامی جمهوریت د سپاه پاسدارانود قدس ځواک د وخت د قوماندان سردار شهید قاسم سلیماني دترور په جنایت کې د مستقیم رول په دلیل دټرمپ په قضائي تعقیبونې کې هوډمن دی ، خو د ټرمپ په ضد په وروستۍ وسلوالې حملې او یا ددغه شان اقدام لپاره د ایران د نیّت په باب هرډول لاسوهنه په کلکه ردوي.
په ملګروملتو کې د ایران نمایندګۍ هم د سی این این امریکائی خبری چینل د ادعائي راپور په غبرګون کې وئیلي دي، دغه تورونه بې اساسه او غرضي دي. ټرمپ یو جنایتکار مجرم دی چې د سردار سلیماني د ترور د فرمان د صادرولو په خاطر باید په محکمې کې محاکمه او سزا شي او ایران د هغه دځواب وئيلو لپاره حقوقي لاره ټاکلې ده.