اسماعیل هنیه مسعود پزشکیان ته د زړه له کومې مبارکي ورکړه
د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د مبارکۍ په دغه لیک کې ټينګار کړی دی، مونږ په داسې شرائطو کې جناب عالی ته د مبارکۍ پيغام درلیږو چې د فلسطین مقاومت اومظلوم ملت په نهایت کې په میړنتوب او استقامت کې د تاریخ یوه ترټولو شرافتمند جنګ یعنی طوفان الاقصی عملیاتو ته وارد شوی دی.
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر د یوه لیک په لیږلو سره د ایران د نوي ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان دټاکل کیدا په اړه هغه ته مبارکي ورکړه.
زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د مبارکۍ په دغه لیک کې ټينګار کړی دی، مونږ په داسې شرائطو کې جناب عالی ته د مبارکۍ پيغام درلیږو چې د فلسطین مقاومت اومظلوم ملت په نهایت کې په میړنتوب او استقامت کې دتاریخ یوه ترټولو شرافتمند جنګ یعنی طوفان الاقصی عملیاتو ته وارد شوی دی، هغه هم په داسې شرائطو کې چې دمونږ ملت د داسې وحشي صهیونیستي رژیم د څاروي ډوله جنایتونو او نسل وژنې سره مخ دی چې د بشریّت په ضد راپورته شوی او په غزې تړانګې کې ئې د ژوند ټوله مؤلفې په نښه کړي او د نیړوالو قوانینو او تړونونو باندې پښې کیښودلي دي او حتی دغو وحشی ډوله جنایتونو او څارویتوب ته هماغه راز دوام ورکوي.
اسماعیل هنیه په دغه لیک کې وئیلي دي، مونږ او زمونو ملت پر تاسو ایران باندې د خپل دښمن په وړاندې د اسلامی امت د اتحاد په لاره کې د حرکت، سختیانو او چیلنجونو څخه په تیریدا او د چورلیزي موضوع په مرستو او ملګرتیاؤ ډاډمن یوو.
اسماعیل هنیه په پاي کې د مسعود پزشکیان او د ایران دا سلامی جمهوریت لپاره د خداوندکریم په درګاه کې د خیر او برکت ،امنیت او پرمختګ او لا زیاتې غوړیدا دعا کړې ده.