-
د ډزبندۍ لپاره د اشرف غني د غوښتنې په اړه د طالبانو منفي دريځ
Apr 18, 2020 11:37د طالب ډلې وياند په افغانستان کښې د ډزبندۍ او د جنګ د خاتمې لپاره يو ځل بيا د دغه هېواد د ولسمشر غوښتنه رد کړه.
-
کورونا وایروس د نړۍ یولک پنځوس زره کسان وژلي
Apr 18, 2020 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی په ټوله نړۍ کښې د کورونا خطرناک وایروس له کبله یولک پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) کسان وژل شوي دي چې په دریو (۳) کښې دوه (۲) برخې یې د اروپايي هیوادونو ښاریز دي .
-
د افغانستان سفارت د ایران د کرمان ولایت مننه وکړه
Apr 18, 2020 00:09زمونږ خبریال وايي په ایران کښې د افغانستان سفارت په کورونا وایروس د ککړیدا د مخنیوي په هدف سره په افغان ښاریزو باندې د بشر دوستانه مرستو د ویشلو لپاره د ایران د کرمان ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې قدرونه وکړه .
-
چین د کرونا خلاف مبارزه کښې له ایران سره د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ
Apr 17, 2020 03:10د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني همرتبه سره په ټیلیفوني خبرو کښې له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره له تهران سره د ملګرتیا پراخولو ته د بیجنګ په چمتووالي ټینګار وکړ.
-
د کورونا وائرسو په خپرېدو د افغانستان د روغتيا د وزارت اندېښنه
Apr 16, 2020 01:15د افغانستان د روغتيا وزارت په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو په خپرېدو د اندېښنې په څرګندولو سره خبردارے ورکړ که خلق طبي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي نو دغه وائرس به يې کورونو ته اورسيږي.
-
په هند او پاکستان کښې په کورونا داخته کسانو او مړو شمېر مخ په زياتېدو دے
Apr 16, 2020 00:37په هند او پاکستان کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو او له کبله يې د مړو شمېر مخ په زياتېدو دے.
-
د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو کښې د امريکې فېصله د بشريت په خلاف جنايت دے
Apr 16, 2020 00:22د ايران د خارجه وزارت وياند د روغتيا د نړيوالې ادارې د بودجې په بندولو او هغه هم د کورونا په وجه بحراني حالاتو کښې کښې د امريکې د ولسمشر په فېصلې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، دا اقدام د امريکې يو غېر ذمه دارانه اقدام او د بشريت په خلاف جنايت دے.
-
د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د حالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې
Apr 15, 2020 23:54د ايران او چين خارجه وزيرانو د افغانستان د وروستيو بدلونونو او حالاتو په باره کښې صلاح مشورې وکړې.
-
یوه افغاان چارواکې هم د کرونا ښکار شوي، زمونږد خبریال په راپور کې ورخيني خبریږو
Apr 15, 2020 13:18د افغانستان په کابل کې یوه حکومتی چارواکې میرمن حبیبه ګیرواله په ویروس ککړه شوې چې بشپړ راپور ئې له زمونږ له خبریال څخه آورو
-
ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۱-۹۹
Apr 15, 2020 08:41ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو: