-
ايران يو ځل بيا د هند د مسلمانانو په خلاف پلان شوي تاوتريخوالي وغندل
Mar 03, 2020 01:20د ايران خارجه وزير د هند د مسلمانانو په خلاف د پلان شويو تاوتريخوالو په غندلو سره تاکيد وکړ، هند دې د ټول هندي ولس د رفاه سوکالتيا خيال وساتي.
-
ایران په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف په تاوتریخوالي خواشیني څرګنده کړه
Mar 02, 2020 14:09د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په هندوستان کښې د مسلمانانو خلاف د تشدد او تاوریخوالي څخه د خواشینۍ په ښودلو سره وویل: ایران، هندوستان د مذهبي نرمښت خاوند هیواد په توګه پیژني او د دا ډول خبرونو خپریدل ډیر اندیښمنونکې دي.
-
په هندوستان کښې دیارلس کسان وژل شوي دي
Feb 26, 2020 01:29فارس خبري اژانس وايي د هندوستان په پلازمینې نوي ډیلي کښې غیر مسلمانانو ته د دغه هیواد د تابعیت د ورکولو د جنجالي قانون د ملاتړ کونکو او د مخالفانو ترمینځ د نښتو د وژل شویو کسانو شمیر اوس دیارلسو(۱۳) ته رسیدلی او یوسل پنځوس (۱۵۰) کسان ژوبل شوي هم دي .
-
د اسلامي انقلاب کاميابي د شلمې پېړۍ يو عظيم او حېرانونکے بدلون دے
Feb 13, 2020 02:20د افغانستان د نړيوالو تعلقاتو استاد د ايران د اسلامي انقلاب کاميابي د شلمې پېړۍ په عظيم او حېرانونکے بدلون وبلۀ.
-
د ايران او پاکستان د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا تاکيد
Feb 13, 2020 01:13په اسلام آباد کښې د ايران سفير او د پاکستان او ايران د پارلېماني دوستۍ ډلې غړيود دواړو هېوادونو ترمېنځ د پارلېماني ملګرتياو په پراختيا تاکيد وکړ.
-
۱۵ تنه روهنګیا پناه غواړي د بنګله دیش په ساحل کښې غرق شول
Feb 12, 2020 12:57د بنګله دیش ساحلي ګارډ د دغه هیواد په سمندري سواحلو کښې د ۱۵ روهنګیا مهاجرینو د ډوبیدو خبر ورکړ.
-
د پیړۍ د معاملې پلان توکمپالنه ده
Feb 12, 2020 01:54فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فلسطین په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې ډاګینه کړه د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان به د توکمپالې د تثبیت سبب شي .
-
د لبنان نوي لومړي وزیر د باور رایه ترلاسه کړه
Feb 12, 2020 01:32فارس خبري اژانس وايي د لبنان پارلمان بیګا د دغه هیواد نوي لومړي وزیر حسان دیاب ته د باور رایه ورکړه .
-
د فلسطين د علماو اتحاديې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان سره ملګرتيا او ملاتړ حرام اعلان کړ
Feb 02, 2020 13:50د فلسطين د علماو اتحاديې د پېړۍ معامله نومې نژاد پرستانه پلان سره د ملګرتيا او د هغه د ملاتړ په حراموالي تاکيد وکړ.
-
سیمه کښې به د ایران معنوي نفوذ او شتون دوام ولري
Jan 23, 2020 00:54زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي په دې خبرې سره چې دښمن د ډګر جنرال قاسم سلیماني په ټرور کولو سره په سیمه کښې د ایران د نفوذ او د شتون د کمولو هڅه کوي وویل په سیمه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت معنوي نفوذ او له صلابت څخه ډک شتون دوام ولري .