د پیړۍ د معاملې پلان توکمپالنه ده
(last modified Wed, 12 Feb 2020 00:54:57 GMT )
Feb 12, 2020 05:24 Asia/Kabul
  • د پیړۍ د معاملې پلان توکمپالنه ده

فارس خبري اژانس وايي د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس پرون د فلسطین په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې ډاګینه کړه د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان به د توکمپالې د تثبیت سبب شي .

هغه په دې خبرې سره چې د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان د فلسطین د مسلې د حذفیدا لپاره وړاندی شوی دی ټینګار وکړ د فلسطین خلک به له دغه پلان سره مقابله وکړي .

د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان د سعودي عربستان په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره  برابر شوی دی .

دغه پلان قدس صهیونیسټ رژيم ته ورکوي او د مقاومت ځواکونه له مبارزې او فلسطیني کډوال خپل مورني ټاټوبي ته له ورستنیدا منع کوي .

اسرائیلو ته د اردن سیند د لویدیځې غاړې د دیرش (۳۰) فیصده ځمکې ورسپارل د دغه شرمونکي پلان یوه(۱) بله برخه ده .

د فلسطین په ټولو ډلو او غورځنګونو سربیره د نړۍ ډیرو هیوادونو ، شخصیتونو او سیاسي او مذهبي مشرانو د امریکا دغه پلان غندلی دی .

امریکا د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو او د نیواکګرۍ اصلي ملاتړي ده .