-
د ایران په سیستان او بلوچستان کې په ترهه ګرې حملې کې څلور پولیسو شهیدان شول
Jul 23, 2023 11:53په راپور کې وئيل شوي دي،د سیستان اوبلوچستان ولایت د پولیسو په خبرتیا کې راغلي دي،ترهه ګرو د خاش تفتان په لاره کې پر ګزمه کونکو پولیسو برید کړی چې دغه مرګ ژوبلې ئې اړولي او له پيښې وروسته له هغه ځایه په تښتې کې بریالي شوي دي.
-
د یمن د ګیسو او تیلو عایدات د یمن د ولس حق دی
Jul 23, 2023 09:32د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر په ډاګه کړه ، د صنعا حکومت، د سعودي عربستان بانک ته د یمن د تیلو او ګیسو د عایداتو د منتقلیدا په وړاندې د حکومت د کارکونکو د حقوقو یا تنخواګانو د ورکولو لپاره د ریاض له وړاندیز سره کلک مخالفت کړی دی.
-
په افغانستان کې دې د محرم د دستورو درست محدودیّتونه دې ختم شي
Jul 23, 2023 08:56د افغانستان اهل تشیّع مشران په دغه هیواد کې د طالبانو له خوا د محرم الحرام د شپو ورځو د دستورو په مناسبت د لګول شوو درستو محدودیّتونو دختمولو غوښتونکي شول.
-
د نړۍسرې میاشتې ادارې دافغانستان سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي
Jul 23, 2023 08:34د افغانستان د سرې میاشتې د ټولنې سرپرست د ترکیې ،قطر،انګلستان،آستریلیا، کینیډا،جرمني ،ناروې ،فنلینډ،ډنمارک او ترکیې هیوادونو دسرو میاشتو له مسئولانو په ګډې ناستې کې زیاته کړه ،افغانستان کلونه کیږي چې له انساني او اقتصادي ناؤرین سره لاس او ګریوان دی او په ډيرو زمینو کې مرستو ته اړتیا لري.
-
د بدخشان په کوکچې سیند کې دوه زدهکوونکي ډوب او مړه شوي
Jul 22, 2023 01:44د بدخشان د مرکز فیضاباد ښار دوه اوسېدونکي چې د ښوونځي زدهکوونکي هم وو، په کوکچې سیند کې د لامبو پر مهال ډوب او مړه شوي دي.
-
د ايران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه
Jul 22, 2023 01:19د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانيزو چارو د معينيت سرپرست مولوي روح الله احمدي د ايران د لارو او ښار جوړولو وزارت له ځانګړي استازي سيد حسين مير شفيع سره وکتل.
-
د ایران او مصر د اړیکو بیرته پیلیدا او د قاهرې د مشرانو تاریخي او شجاعانه فیصلې
Jul 20, 2023 11:26په وروستیو شپو ورځو کې او دایران او عربستان داړیکو په بیرته پیلیدا پسې ،له ایران سره د مصر پشمول د نورو هیوادونو د اړیکو پیلیدا ته ګروهنې زیاتې شوي دي.
-
د افغانستان په شمالي سیمه کې د بیا روغولو کارونه روان دي
Jul 19, 2023 08:02د افغانستان په شمال پنجشېر ولايت کې د ټولګټو چارو ریاست له لوري د ياد ولایت اړوند د عمومي سړک د بیا رغولو کار پیل شوي. زموږ د همکار نعمت الله افغان راپور ته غوږ شئ
-
د طالبانو حکومت د محرم د لسيزې يا عاشورا مراسمو لپاره د امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی
Jul 18, 2023 08:04د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د محرم په مراسمو کې د اهل تشیع هېوادوالو آزادي پر خپل ځای ده او دوی يې ممانعت نه کوي. نور معلومات زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د سمنګان ولایت تاریخي سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی
Jul 18, 2023 09:30د افغالنستان د سمنګانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو ویلي چې د دغه ولایت تاریخي سیمو په ځانګړې توګه تخت رستم ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ورځ په ورځ زیاتېږي.