پر ایران د توغندیو بندیزونه پای ته ورسېدل
د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ پریکړه لیک له مخې، پر ایران د توغندیو بندیزونه پای ته رسېږي.
که څه هم له برجام څخه د امریکا یوه اړخیزه وتل، د اقتصادي او اټومي بندیزونو د لېرې کېدو لامل نه شو، مګر نن چهارشنبه د اکتوبر ۱۸مه په پوځي او تسلیحاتي برخه کې د بندیزونو او محدودیتونو د لیرې کېدو په تړاو د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره یوه له مهمو مسئلو څخه ده.
د ایسنا د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک له مخې، له نن (چهارشنبه) څخه، ایران کولای شي د بالستیک توغندیو په تړاو هر ډول فعالیتونه چې د اټومي وسلو د لېږدولو وړتیا لري، ترسره کړي.
د دغه پرېکړه لیک له مخې، د نړۍ هېوادونه نور اړ نه دي چې ایران ته او یا له دې هېواد څخه څخه د ځینو توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او اړوندو ټکنالوژیو له لېږدولو مخکې، له امنیت شورا څخه اجازه واخلي.
همدارنګه د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید د هغو اشخاصو او بنسټونو شتمنۍ چې د ایران په میزایلو او اټومي پروګرامونو کې ښکېل دي، خوشې کړي.
دا ټول بندیزونه او محدودیتونه به له نن ورځې وروسته په اوتومات ډول لیرې شي، مګر دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې، د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره، د دې مادو له لیرې کولو سره مخالفت وکړي.