د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
کیهان د اسراییلو د مالیې وزیر دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي په سرټیټۍ سره باید اعتراف وکړو چی ماته مو وخوړه .
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ هم د نورو ټولو ورځپاڼو په شان په فلسطین کی د صیهونیسټ رژیم د شرمونکی ماتې او د مقاومت له ځواکونو د ماتې په غچ کې له فلسطیني ماشومانو ، میرمنو او بیګناه خلکو د غچ اخیستلو موضوع ته اشاره کړی ده .
کیهان د اسراییلو د مالیې وزیر دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دي په سرټیټۍ سره باید اعتراف وکړو چی ماته مو وخوړه .
ایهود باراک هم مخکې ویلی وو چی په دغه جنګ کې د اسراییلو د تاریخ تر ټولو ستره ماته خوړلی ده .
ورځپاڼۍ همداراز د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی د فلسطین مقاومت ډلې د فیصلو په ترسره کولو کښې خپلواکه دي . ورځپاڼه لیکی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلي فوني خبرو کښې د جنګونو د بندولو لپاره د ایران د رول د لوبولو او په سیاسي بهیر کښې د مقاومت ډلو د ګډون په هکله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز ته په ځواب کښې وویل د فلسطین ملاتړ کول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی خو مقاومت ډلې د فیصلو په ترسره کولو او تشخیصولو کښې خپلواکه دي.
د ایران ولسمشر د فلسطین په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو او د فلسطینیانو د نسل وژنې په غندلو کښې د روسیې دریځونه مثبت وبلل او زیاته یې کړه ایران هیله لري چې ټول هیوادونه او نړیوالې ټولنې او دغه راز روسیه د ملګروملتونو د امنیت شورا د دائمي غړي په توګه د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو د بندولو په زمینه کښې لا اغیز شیندونکي رول ولوبوي.
ابراهیم رئیسي دې خبرې ته په اشارې سره چې د صهیونیسټ رژیم چارواکي کوشش کوي د وروستیو پیښو مسوولیت په نورو هیوادونو ورواچوي وویل د «طوفان الاقصی» عمیاتو جرړه باید د فلسطین د ملت پرضد پینځه اویا کلن ظلم ، د فلسطین د خلکو د سپيڅلتیاو او د ولس په سپکاوي، وژلې ، اپارتائیډ او جنایت کښې ولټوو.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز له صهیونیسټ رژیم څخه په پټو سترګو ملاتړ کښې د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا کړچار په غزې تړانګې کښې د نسل وژنې د زیاتولو او د دوام لپاره د صهیونیسټانو هڅونکی وباله او ډاګینه یې کړه هغه ستره غمیزه چې همدا اوس په سیمه کښې د رامینځته کیدا په حال کښې ده د امریکا او د صهیونیسټ رژيم د نورو لویدیځو ملاتړو هیوادونو په ماتي د محکومو سیاستونو نتیجه ده.
ورځپاڼه زیاتوی چی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې په ټینګار سره چې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اوسني کړکیچ د رامینځته کیدا د دلایلو په هکله د روسیې شننه د ایران په شان ده وویل په یوې داسې سیمې( غزې ) باندې چې کابو دوه میلیونه خلک هلته وسیږي د صهیونیسټ رژیم پراخې حملې هیڅ توجیه نلري او دغه بریدونه باید زر بند شي.
ولادیمیر پوتین په دې خبرې سره چې د فلسطین په غزې تړانګې کښې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو ترسره کول له پوځي او انساني پلوه درانه لګښتونه او اغیزونه لري وویل امریکا هڅه وکړه په یوازې ځان د فلسطین د مسلې د حل لپاره د خپلې خوښې وړ سټراټيژۍ مخ ته بوځي خو ماتي یې وخوړله او روسیه هم نورو سیمو ته د غزې تړانګې د اوسنیو جنګونو د لمن په پراخیدا اندیښمنه ده.
په امریکا کې یوه امریکایی صیهونیسټ د مور په مخ کې د یوه شپږ کلن فلسطینی ماشوم سر غوڅ کړ .
ډاکټر ولایتی په تهران کی د حماس غورځنګ له استازی سره په کتنه کې ویلی دی چی د اسراییلو رژیم تلونکې دې .
صیهونیسټ رژیم د لبنان د حزب ا... له ویرې د لبنان پولو ته نږدې ۲۸ صیهونیستي ښارګي خالي کړل .
جمهوری اسلامي
د غزې د شهیدو ماشومانو شمیر له زروماشومانو واوښته .
د اسراییلو هاارتص ورځپاڼۍ لیکلی دی اسراییل د یوې تاریخی غمیزې په درشل کی دی .
د روسیې ولسمشر پوتین وایی د اوکراین لپاره د چین وړاندیزی طرحه د حالاتو د اواری اساس ګرځیدلی شی .
د ایران د پولیسو ویندوی وایی د مهر جویی د وژلې د دوسیې د نیول شویو کسانو شمیر اوو ته ورسید .
د ایران ولس له افغانستان او فلسطین سره ۸۲ میلیارډ تومان مرستې کړي دي .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي او روسیې ولسمشر پوتین د غزې د بدلونونوپه اړه سلاومشورې کړی دی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعاني ویلی دی د غزې د اوسیدونکیو پرضد جنګ باید سملاسی ودرول شی .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان هم ویلی دی د صهیونیسټي رژیم خلاف د نویو جبهو پرانستل ضروري دي . ورځپاڼه لیکی حسین امیر عبداللهیان د نیواکي ټاټوبي او غزې د بدلونونو په هکله په یوې ټیلیویژني مرکې کښې وویل که د جنګي جنایتونو دوام بند نه شي او نړۍ سمدستي د جنایتونو بندیدل ونه ویني نو نورې جبهې به پرانستل پرانستل شي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا ایران به جنګ ته ورودانګي؟ وویل: د هر احتمال تصور کیدې شي. ټینګار کوم چې هیڅ لوری د دې حالت د دوام په اړه بې تفاوته نه شي پاتې کیدې.
هغه زیاته کړه: د مقاومت په سیمه کښې د جنګ پراختیا به یوه داسې صحنه رامینځته کړي چې د قدس د نیواکګر رژيم جغرافیايي نقشه به بدله کړي. د ایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د اکتوبر په اوومه نیټه جعلي اسرائیلي رژيم ړنګ شو، څرګنده کړه: نتانیاهو د کمزورۍ په خاطر جنګ کورونو ته منتقل کړی دی. امیر عبداللهیان ټینګار وکړ چې په محاسباتو کښې هر څه ته سمه کتنه شوې ده او د مقاومت مشران به پرې نږدي چې صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې هر اقدام ترسره کړي او په راتلونکو ساعتونو کښې د هر ډول حیرانوونکي اقدام فکر کیدې شي.
هغه په دوام کښې د حماس خلاف د لویدیځ رسندوي بهیر ته په اشارې سره وویل: له داعش سره د حماس پرتله کول یو رسندوي جنایت دی چې د یوې آزادي غواړې ډلې خلاف مطرح کیږي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکی د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې د ملګرو ملتو چارواکو ته پکار دي چې د کړکیچ له لازیاتیدو مخکښې په نړیوال چوکاټ کښې یوه لاره چاره غوره کړي او د نتانیاهو مخه ونیسي، خبرداری ورکړوخت په ختمیدو دی او له ناوخته کیدو مخکښې باید سیاسي لارې چارې خپله اغیزه وکړي.
امیر عبداللهیان په پاې کښې څرګنده کړه: ټولې هلې ځلې د ایران او سیمې د ملي امنیت د ضمانت لپاره دی او په دې چوکاټ کښې ټول اقدامات ترسره کیږي خو امنیت د عقلانیت له لارې تیریږي.
د امریکا ولسمشر بایډن چی د صیهونیسټ رژیم له جنایتونو یې عملی مرستې او ملاتړ کړی دی چی هم وایی چی د غزې بیا نیواک به ستره تیروتنه وی .
د بخښنې نړیواله اداره وایی غزې ته د مرستې ذسونې غوڅول جنګی جنایت دی .
د کابل ورځپاڼۍ
هشت صبح
ورځ تر بلې د بې وزلۍ زیاتېدل او سړه هوا؛ افغانستان د نړۍ د تر ټولو بېړني بشري ناورین په نوملړ کې دی .
په افغانستان کې په میلیونونو خلک له سختې لوږې سره مخ دي. د کاري فرصتونو نشتوالی، د وچکالۍ دوام، په کور کې د ښځو پاتې کېدل او د بې روزګارۍ زیاتوالی په افغانستان کې د بې وزلۍ له لویو لاملونو ګڼل کېږي. سلګونه هېوادوال د بې وزلۍ ډېرېدو او د هوا سړېدو ته اندېښمن دي. دغه هېوادوال وايي، که د ژمي له رارسېدو مخکې د دوی د ژوند شرايطو ته پاملرنه ونه شي، په ساړه موسم کې به له منځه ولاړ شي. د دوی په وینا، اوس ډېری زیانمنونکي سیمې له جدي ستونزو سره مخ دي. دا په داسې حال کې ده، چې مرستندویه موسسو هم په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو او د هوا د سړېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی. په دې وروستیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې د افغانستان یو پر دریمه برخه نفوس نه پوهیږي چې د دوی د بل څاښت خواړه به له کوم ځایه برابرېږي. د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي. پر دې سربیره، د ژغورنې نړۍوالې کمیټې ویلي دي چې افغانستان د هغو دریو هیوادونو په بیړني نوملړ کې دی چې د بشري ناورین د زیاتیدو له خطر سره مخ دي.
د باوري نړۍوالو راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی. د ژمي په رارسېدو او د بې وزلۍ په ډېرېدو سره، په دغه هېواد کې میلیونونو خلکو د لوږې پر ډېرېدو او د هوا پر سړېدو اندېښنه ښودلې ده. ډيری افغانان وايي چې وچکالۍ، د ښځو بې کارۍ او د زېربناوو او پراختیايي پروګرامونو په برخه کې نه پانګونې د راروان ژمي په تړاو د دوی اندېښنې زیاتې کړې دي.
بلخوا، یو شمېر ښځې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پراخ بندیزونه په افغانستان کې د بې وزلۍ د زیاتېدو یو بل لامل ګڼي. هغوی وايي، په تېرو دوو کلونو کې زرګونه کارګرې مېرمنې بېکاره شوي او دې کار د هېواد او کورنیو اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د افغانستان پېښې ولې نور د نړۍ لپاره مهمې نه دي؟
افغانستان په تېرو ۱۰ ورځو کې سختې او ستونزمنې ورځې تېرې کړي دي. په دې موده کې، هرات او ترڅنګ ولایتونه یې په ځلونو د مرګونو زلزلو شاهدان وو چې بې شمېره تلفات او زیانونه یې رامنځته کړي دي. زرګونه تنه مړه شوي، سلګونه کورونه له خاورو سره خاورې شوي او سلګونه کورنۍ بې کوره شوي دي. هرات کې خلکو کورونه پرېښي دي او د پرلپسې زلزلو له وېرې هغوی په خیمو کې ژوند کوي. زرګونه کورنۍ د خیمې د برابرولو او پېرلو توان هم نه لري او په داسې حال کې چې د هرې شپې هوا د مخکې شپې له هوا نه سړه کېږي، شپه او ورځ په خلاصه فضا کې تېروي. بل لوري ته، یوه ځانمرګي بریدګر په بغلان کې د لمونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې لږ ترلږه ۸۰ تنه په کې ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول. د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست؛ هغه ډله چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د هغې د له منځه وړلو په اړه خبرې کړي دي. خو دغه ډله د طالبانو له هرې ادعا وروسته، یوه یا څو خونړي او له تلفاتو ډک بریدونه ترسره کوي او د افغانستان د خلکو غمونه نور هم ډېروي. بل مهم خبر، د طالبانو له لوري د پخواني پارلمان د یوه غړي د اعدام د حکم صادرول و؛ هغه څوک چې د طالبانو د «بلنې د کمېسیون» په همغږي هېواد ته راستون شوی و او د خوندیتوب کارټ یې درلود. دغه پېښې د طالبانو د غیر قانوني وژنو او نیونو ترڅنګ، د افغانستان د تېرو ۱۰ ورځو له مهمو خبرونو نه وو. خو دغو لویو پېښو د افغانستان له جغرافیا نه بهر دومره غبرګونونه نه درلودل. دولتونو، سازمانونو او رسنیو ټولو ددغو پېښو په هکله د پام وړ غبرګونونه ونه ښودل. ولې؟
افغانستان په تېرو دوو کلونو او څو مېاشتو کې، مشروع دولت نه درلود. د طالبانو دولت چې پر هېواد واکمن دی، نه کورنی مشروعیت لري او نه نړۍوال مشروعیت. د دولت دغه نه مشروع والی، د طالبانو د ډلې او تر هغې وروسته په نړۍ کې د افغانستان د خلکو د انزوا لامل شوی دی.
بل لوري ته، په کابل کې واکمن دولت د خپل بشري حقونو ضد او انساني ارزښتونو ضد سیاستونو له امله، تر ډېره یې انزوا ته لاره هواره کړې ده. له افغانستان سره د اړیکو د عادي کېدو لپاره د نړۍ یو له وړاندې شویو شرطونو نه، د بشر د حقونو منل، له ډلې د ښځو حقونه، د لږکیو حقونه، د بیان د ازادۍ حق او … دی. خو طالبان د نړۍ د دغې مشروع غوښتنې پر وړاندې چې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده، درېدلي او هغې ته پاملرنه کوي. د طالبانو ددغه ظلم تاوان د افغانستان خلک ورکوي
په افغانستان کې یوه داسې ډله په واک کې ده چې د بشري حقونو تور ریکارډ لري. دغه ډله چې په تېر کې یې تورې او ناوړه کړنې ترسره کړي او اوسمهال چې کوم سیاستونه پرمخ وړي، داسې وضعیت یې رامنځته کړی چې د نړۍ لپاره له هغوی سره د اړیکو ټینګښت هم لګښت لري او هم د اړیکو پرې کېدل یې په زیان دي.