-
قربانۍ لوي اختر دې پر ټولو مبارک وي
Jun 29, 2023 01:14د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې د نیکمرغه او لوي اختر مبارکي وائي.
-
د واخان له لارې له چین سره د افغانستان د نښلولو لپاره د طالبانو لېوالتیا
Jun 29, 2023 14:07طالب چارواکو د «واخان» دهلیز یا د چین د کمربند او یوې لارې له طریقه، له چین سره د یوځای کېدو لپاره د افغانستان لېوالتیا اعلان کړی.
-
سېلابونو د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي
Jun 29, 2023 07:41د افغانستان د کاپیسا سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي سیمه کې راغلی سېلاب خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
-
نن په تهران کې د چنګاښ د اوومې نېټې د ترهګریزې چاودنې کلیزه ده
Jun 28, 2023 10:06نن چهارشنبه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د چنګاښ اوومه چې د ۲۰۲۳ کال جون د میاشتې له ۲۸ نېټې سره برابره ده، په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریزې چاودنې له کلیزې سره سمون لري.
-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
-
د منافقینو د مزدورې ډلې برخلیک باید د ایران د ملت د مخالفت لپاره یو درس وي
Jun 28, 2023 10:30د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پر دې په ټینګار سره چې د منافقینو ترهګره ډله اوس د پخوا په پرتله ډېره ناهیلې شوې ده وویل: دغه برخلیک باید د هغو مخالفانو لپاره عبرت شي چې خپل ملت او هېواد ته یې شا اړولې او د ایران د ملت د دښمنانو ملاتړ ته خوشحاله دي.
-
د ۱۴۰۲لمریزکال شعار ؛دتولید وده او د انفلیّشن کنټرولول
Jun 28, 2023 08:06د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د شعار په باب چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تولید په ودې او د انفلیّشن کنټرولولو باندې نومولی،ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
اسرائیل باید ژر تر ژره د ښارګوټو جوړول بند کړي
Jun 28, 2023 09:44په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازي له صهیونیسټي رژیمه غوښتي چې سمدستي د فلسطینیانو په خلاف حملې او ښارګوټې جوړول بندې کړي، تر څو سیمه نور د کړکېچ لور ته ولاړه نه شي.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.
-
چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګژوبله اړولې
Jun 28, 2023 07:45په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده.