قربانۍ لوي اختر دې پر ټولو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135082-قربانۍ_لوي_اختر_دې_پر_ټولو_مبارک_وي
د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې  مناسبت دنړۍ درستو  پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو  مینه والو ته د زړه له کومې د   نیکمرغه او لوي اختر مبارکي وائي.
(last modified 2023-10-10T13:25:45+00:00 )
Jun 29, 2023 04:44 Asia/Kabul
  • قربانۍ لوي اختر دې پر ټولو مبارک وي

د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې  مناسبت دنړۍ درستو  پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو  مینه والو ته د زړه له کومې د   نیکمرغه او لوي اختر مبارکي وائي.

د ذی الحجې د میاشتې لسمه نیټه  د مسلمانانو یو ترټولو لوي اختر  دی او په دې ورځ  د حضرت ابراهیم  او  اسماعیل علیهم السلام د یاد په تازه کولو سره  قرباني کوي.

خداوندمتعا د ایمان او اخلاص د آزمویلو لپاره  حضرت ابراهیم ته ماموریت و رکړچې خپل زوی حضرت اسماعیل دې د خداي په لاره کې قرباني کړي،حضرت ابراهیم  هم ددغه کار له سختوالی سره سره  په الهی  فرمان ته غاړه کیښودله او همداسې ئې وکړل خو چاقو د اسماعیل  مرئ پرې نه کړئ شوه چې خداوندمتعال هم د هغه قرباني قبوله کړه او  د اسماعیل په ځاي یو پسۀ قرباني شو .

خلک هم باید دخدای په درګاه کې ځانونه تسلیم کړي او هر ډ ول  شخصي  حسد او کینې له زړونو وباسي او  دنفساني خواهشاتو په قرباني کولو سره دې د خپلو خپلوانو ګاونډیانو او مسکینانو په فکر کې  دې شي، او پخپلو خوشالیانو کې دې غریبان او یتیمانو ته هم ځاي ورکړي.

د تهران د پښتو خپرونې درست کارکونکي په دې  مناسبت دنړۍ درستو  پتمنو انسانانو په تیره بیا تاسو خوږو  مینه والو ته د زړه له کومې د   نیکمرغه او لوي اختر مبارکي وائي.