د ۱۴۰۲لمریزکال  شعار ؛دتولید وده او د  انفلیّشن کنټرولول
(last modified Wed, 28 Jun 2023 07:06:35 GMT )
Jun 28, 2023 11:36 Asia/Kabul
  • د ۱۴۰۲لمریزکال  شعار ؛دتولید وده او د  انفلیّشن کنټرولول

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ۱۴۰۲ لمریز کال د شعار  په باب چې د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تولید په ودې او د انفلیّشن  کنټرولولو باندې نومولی،ستاسو په خدمت کې یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د انفلیّشن د موضوع او  د هغو د پائيلو د پيژندګلوۍ لپاره باید په پیل کې د انفلیّشن له ټکي ، دهغو له قسمونو، د اندازې د څرنګوالي په اړه  جامع  تعریف وړاندې شي څو ددې مسئلې له لارو چارو سره بلد شي. انفلیّشن په لغت کې د پړسوب یا د پوو کولو په معنا دی، له نولسمې پيړۍ تر مخکې پورې د  انفلیّشن له ټکي د  هغو نوټونو د حجم د زیاتیدا  دښودلو لپاره استفاده کیدله . چې په طلا یا سرو زَرو باندې ئې د بدلیدا وړتیا  نه درلوده، خو له نولسمې پيړۍ راهسې،د انفلیّشن  معنا په هغه مفهوم باندې چې  نن سبا مونږ ورسره بلد یوو، بدله شوې ده ، نن سبا د اقتصادپه علم کې د انفلیّشن مقصد او معنا د بیّو دعمومي سوئې غیرمتناسبه زیاتیدا ده. په دغه  علم کې،انفلیّشن ،په یوه مشخص وخت کې د بَیّود پرله پسې زیاتیدا تعریف شوې ده.

په دې اساس انفلیشّن  له پلانونې او پشتوانې یا ملاتړ پرته  د خدماتو او د شیانو د بیّیو ډيره زیاتیدا بلل کیدلی شي چې د اخستو د قدرت د کمیدا سبب  کیږی او د محصولاتو د پیرودو لپاره له موجوده نغدو پیسو سره د محصولاتو د غوښتنې ترمینځ    انډول سره ګډوډوي.د انفلیّشن په وخت کې د پیسو د  اخستو قدرت کمیږي او خلک په زیاتو پیسو سره په کمو شیانو پسې منډې وهي .جالبه ده پوهه شئ چې انفلیّشن تل بد او تاواني نه وي ، بلکې مونږ ښه او رغنده انفلیّشن هم لرو،په لا ښه معنا او د ځينو اقتصادي کارپيژاندو  دنظر په اساس،په یوه تقریبا سالم اقتصاد کې،له انفلیّشن څخه یوې ثابتې درجې ته اړتیا ده،دوي دوه فیصدي انفلیّشن،د یوه سالم انفلیّشن  د اندازې په توګه په نظر کې نیسي.له دغه اقدامه  موخه،په چټکۍ سره  د یوې سالمې او خوځنده  اقتصادي ودې  ساتل دي.

 په اقتصادي نظریو کې  انفلیّشن  ډير  ډولونه او واړې واړې څانګې لري، خو په کلي حالت کې  او د چټکتیا په اساس د انفلیّشن  لپاره درې اصلي  څانګې انځور شوي چې  خفیف انفلیّشن، ډیر او ډير زیات  انفلیّشن پکې شاملیږي.

له خفیف او ډير کم انفلیشن څخه  مقصد، هغه پړسوب دی چې پکې بیّې سوکه سوکه په زیاتیداکیږی.  خوځنده  انفلیّشن  هغه مهال رامینځةکیږي چې  د کلنۍ بیّو زیاتیدا ، په درې فیصدي یا له دې په کمه اندازه  وي. د امریکا د  مرکزي بانک د راپور په اساس، د بَیّو  دوه فیصدي یا له  دې کمه زیاتیدا   د اقتصادي ودې په ګټه ده .دغه شان مصرفؤنکي فکر کوي چې بَیې په راتلونکي کې زیاتې شي،په نتیجې کې ، به دوي خپلې  غوښتې زیاتې کړي. په حقیقت کې مصرفؤنکي  په دې وخت کې د شیانو اخستو ته مخه  کوي څو په راتلونکي کې  د بَیوله لازیاتیدا سره مخ نشي.په دې بڼه کې خفیف او ډير کم انفلیشن به د اقتصادي  روڼتیا سبب شي.په همدې دلیل د مثال په توګه، د امریکا متحده ایالاتو مرکزی بانک د خپل ټارګټ  کلني انفلیّشن اندازه دوه فیصده   ګرځوي.

ډیر انفلیّشن یا بیړناک انفلیّشن هغه پړسوب دی چې په لازیاتې چټکتیا سره د بَیّو د زیاتیدا سبب کیږي. ځیني اقتصادپوهان   په ټول کال کې د انفلیّشن  دغه ډول اندازه  له پنځلسو تریویشت فیصدو ترمینځ تعریف کوي او  ځيني نور ئې  دغه کلنۍ  اندازه له درو تر لس فیصدو ترمینځ  ګڼي. دغه انفلیّشن  د هیوادونو لپاره تاواني ګڼل کیږي،ځکه  پر دوي دباؤنه  زیاتوي.  په دې مینځو میان کې  خلک له  ضرورته زیات پیرودنې ته  مخه کوي څو مجبوره نشي  په راتلونکي کې دهمدغو شیانو لپاره لازیاتې پیسې ورکړي. د پير دغه زیاتیدا حتی    غوښتنې لازیاتوي  او وړاندې کونکي  به د غوښتو دزیاتیدا  دتامینیدا جوګه نه وي. همداراز  حقوق یا تنخواګانې به هم  کافي نه وي.  په نتیجې کې،ډیر خلک د شیانو د بَیّو د  زیات لګښت  پهعلت ضروري شیانو اوخدماتو ته لاس رسی ونه لري. په دې مینځو میان  کې  اقتصاد کمزوری کیږي  او د پیسو ارزښت  تریوه حده کمیږي  چې د کارکسب ځواک  او کارونه دخپلو اړتیاؤ په تامینولو کې  له مشکل سره مخ کیږي .  له زیات انفلیّشن سره سره،پانګوال  په هیواد کې له پانګونې ډډه کوي او خپلې پانګې،چې ډير زیات  ورته اړتیا هم لري ، وباسي.  اقتصاد بې ثباته کیږي او حکومتی مسئولان  خپل اعتبار او باؤر له لاسه ورکوي.

ډیر زیات انفلیّشن د کال په شپږو میاشتو کې  د بیّو د دوه برابره کیدا په معنا ده.په اقتصاد کې د بَیّو چټکه،پراخه  او له کنټروله وتلي زیاتیدا دانفلیّشن  ددغه ډول نښې دي . په بله معنا، هغه انفلّیشن یا د پیسو پړسوب  چې یوازې په یوې میاشتې کې  د شیانو بیّې پکې تر پنځوس فیصدو پورې زیاتیږي . له دغه ډول انفلیّشن څخه، د بې کنټروله انفلیّشن ، یا ډير زیات انفلیّشن په نامې سره هم یادول کیږي. سره له دې چې  ډیر زیات انفلیّشن  په پرمختللو اقتصادونو کې یوه کمه پیداکیدونکی ښکارنده  شمیرل کیږي، خو په تاریخ کې  د چین، جرمني ،روسیې،پولینډ او آرجنټاین په څير په هیوادونو کې  رامینځةشوي دي.

Image Caption

 

           په وروستیو سلو کې  په ایران کې  انفلیشّن  ډيرې ټيټې هسکې  درلودلي دي . د ۱۳۱۰لمریزې لسیزې له لومړیو راهسې تر دې دمه  په ایران کې د ژوند د لګښتونو ګرافونه او د بَیَو عموي سویه غالبا مخ په زیاتیدا ډیره ده،خو  د بَیّو زیاتیدا کله نه کله  سسته او کله هم ډیره زیاته شوې ده .   له ۱۳۱۵ لمریز کاله رانیولې د اسلامی انقلاب تر بریالیتوب پورې په مودې کې  دغه زیاتوالی تقریبا  په شپږو مختلفو  پړاؤنو کې ارزول کیدلی شي.

په لومړي پړاؤ کې یعني  له ۱۳۱۵لمریز کال څخه تر ۱۳۲۰لمریز کال پورې په  مودې کې ددوهم نړیوال جنګ دغیر مستقیم  اغیزو  او د حکومت  د انبساطي سیاست د اغیزو په علت ،بَیّې په متوسط ډول پنځه اعشاریه شل فیصدې ودې اندازې سره زیاتې شوي دي. د ژوند د لګښت د ګراف زیاته برخه  له ۱۳۱۹ او ۱۳۲۰کلونو  سره  یعني د جنګ له پړاؤ سره اړونده ده .

دوهم پړاؤ ئې هم له ۱۳۲۰کاله تر ۱۳۲۲پورې  د کلونو پړاؤ دی ، په دغه پړاؤ کې   دوهم  نړیوال جنګ هیواد ته راوغزید او دیرغلګرو قواؤ په وسیله د ایران نیواک  او  په نتیجې کې د غوښتو زیاتیدا، د وارداتو محدودیّت  او د وړاندې کولو کمښت، د بهرنیو اسعارو په حساب سره د  ریال د  ارزښت ځوړتیا،زخیره اندوزي ، اقتصادي راکړې ورکړې لپاره سټمپ پيپر او د ټرانسپورټ ترینګلتیاوې  او نهایتا د پییسو د حجم  زیاتیدا  د بَیّو دعمومي سوئې دډيرې زیاتیدا سبب شوې. له انفلّیشن سره  دمقابلې لپاره ، له ګرانفروشئ  سره مبارزه او د بَیّو د کنټرولولو  سیاستونه  له زیرمه کونې سره مقابله او د زیرمه شوو شیانو ضبطول، سختې سزاګانې ، دبانکي کریډیټونو محدودیّت بدني رټل  او لا مهمه د ضروری شیانو  ونډو او  د شمیر په اساس له برَخو څخه  استفاده وشوه .البته دغه سیاستونه اغیزشیندونکي نه وو، او د دوه کلنې مودې  ژوند دلګښت کریډیټ څه د پاسه درې برابره شو.

دریم پړاؤ له ۱۳۲۳کاله تر ۱۳۲۵کلونو پورې پړاؤ دی . دغه پړاؤ د بیّیو دټيټو هسکو پړاؤ دی . د جنګ  ختمیدا ، د مصرفي شیانو نړیوالې وړاندې کیدا زیاتیدا  او په هیواد کې د کرهڼيزو تولیداتو وده ، دنړیوالو مبادلاتو زیاتیدا، د زیرمه کونې او د سټَمپ پیپرو یا ضمانت وړاندې کولو د پړاؤ پاي ،دمتفقینو دپوخي لګښتونو کمیدا ، د پیسو د حجم  د ودې کمیدا، د بَیّو تر پام وړ پورې  کمیدا سبب شوې.

څلورم پړاؤ هم له ۱۳۲۶کاله تر ۱۳۳۰کال پورې پړاؤ دی . په دغو کلونو کې د پرانیستو دروازو دسیاست داعمالیدا او د وارداتو دزیاتیدا او دبهرنیو تجارتی مبادلاتو دودې په علت ، د تیلو له خرڅلاؤڅخه  د ترلاسه شوي اسعاري عایداتو کمیدا او د  د اخستو د توان په بڼه  کې د  دهغو  ریالی انعکاس او په نهایت کې د صادراتو کمیدا په خاطر ، بیَیَې  له نسبي  ثبات څخه برخمنې شوې.

             خوږو دوستانو د دغه مطلب وخت همدلته پاي ته رسیږي،اوباید ووایو چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه تر مخکې پورې په ایران کې  د انفلیّشن  پنځم او شپږم پړاؤنه به په راتلونکي مطلب کې  وارزوو،نو تر هغه  مهال مو په نیاؤمن خداي سپارو سوکاله او  نیکمرغه ژوند ولرئ.

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************