-
د صهویسټ رژيم په ضد شپږپریکړه لیکونه تصویب شول
Dec 11, 2021 01:38دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه دملګروملتو د عمومی اسمبلۍ د سیاسی او استعمار ضده چارو په ځانګړي کمیټې کې تصویب شوي وو چې د ملګروملتو دعمومی اسمبلۍ په غونډې کې هم تصویب شول .
-
په میلیونونو افغان ماشومان د لوږې له جدي خطرې سره مخ دي
Dec 11, 2021 01:23په دغو شرائطو کې د امریکا پشمول لویدیځوالو په مختلفو پلمو سره د افغانستان پانګې و شتمنۍ بلوکه کړي دي ، چې ددغه هیواد د خلکو اقتصادي وضعیّت ئې لا ترینګلی کړی دی .
-
د افغانستان د طالبانود نوي پوځ جوړونکي کمیشن کار پیل کړ
Dec 11, 2021 01:11دغه کمیشن دنده لري څو زر ترزره دافغانتسنا د اسلامی نظام او حکومت د اړتیاؤ په اساس دملی دفاع وزارت په چوکاټ کې یو ژمن ، منظم ، سنبال ،صادق او مسئولیّت منونکی پوځ جوړ کړي .
-
ملګروملتونو د اسرائیلو پرضد پریکړه لیک صادر کړ
Dec 10, 2021 10:47د سوریې سانا خبري اژانس وايي ملګروملتونو نن سهار د سوریې په جولان لوړو کښې د صهیونیسټ رژیم د اقداماتو د باطل بللو او غندلو په هکله په یوسل نهه څلویښتو (۱۴۹) مثبتو رایو سره د پریکړه لیک په تصویبولو سره له اسرائیلو نیواکګر رژیم وغوښتل له هغو اقداماتو چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده لاس واخلي .
-
ایران له ترهه ګرۍ سره د مبارزې اغیزشیندونکو اومخه نیونکوهڅو ته دوام ورکوي
Dec 10, 2021 03:59دایران اسلامی جمهوریت دخپلو نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې په هره بڼه له ترهه ګرۍ سره دمبارزې او مخه نیونې لپاره خپلو هلوځلو ته هماغه راز دوام ورکوي .
-
له افغانستان سره د انسان دوستۍ مرستې په سیمې کې د ثبات لپاره ترسره شي
Dec 10, 2021 01:37د پاکستان ، سیاسی ، پوځي او امنیتی اورګانونو پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته تل په افغانستان کې د انسانی ، اقتصادي او امنیتي بحران د مخنیوی لپاره د دغه هیواد له موقتي حکومت سره دنړیوالې ټولنې د تعامل په ضرورت ټينګار کړی او ددې په بدل کې ئې له طالبانو غوښتي دي اجازت دې ورنکړي ، ترهه ګرې ډلې د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په ضد ناوړه استفاده وکړي .
-
له ترهه ګرۍ سره جدی مبارزه د وخت ضرورت دی
Dec 09, 2021 01:51د اسلامی ایران ولسمشر دسیمې په سویه خپلو وروستیو لیدوکاتو او مشورو ته په اشارې سره هم زیاته کړه ، دسیمې مشکلات باید د سیمې دهیوادونو دننه او دهیوادونو په فعال مشارکت سره حل شي او دپرَدیو لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نشته .
-
ایران له ۱+۴ سره په مذاکراتو کې د موافقې لپاره جدی دی
Dec 09, 2021 12:46د اسلامي ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځلي بیا د یوې مناسبې موافقې د ترلاسه کولو په موخه له ۱+۴ سره په مذاکراتو کې د ایران په جدیتوب او غوره نیت باندې ټینګار وکړ.
-
پکار ده ترکیه له اسرائيلو سره اړیکې ولري
Dec 09, 2021 03:02له اسرائيلو سره د اړیکې دټينګولو په باب د ترکیې د ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې د واشنګټن په وسیله دسیمې د ځینو عربو هیوادونو ورته فیصلې له ډيرو نیوکو او شرمونو سره مخامخ شوي دي.
-
له شپږم کلاسه پورته د انجونو زده کړې هماغه رازمنع دي
Dec 09, 2021 02:06د طالبانو دغه چارواکي ووئیل ، دطالبانو حکومت هڅه کوي انجونې له هلکانو څخه په جلا کلاسونو کې درس ووائي .