د افغانستان د طالبانود نوي پوځ جوړونکي کمیشن کار پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109502-د_افغانستان_د_طالبانود_نوي_پوځ_جوړونکي_کمیشن_کار_پیل_کړ
دغه کمیشن دنده لري څو  زر ترزره  دافغانتسنا د اسلامی نظام او حکومت د اړتیاؤ  په اساس  دملی دفاع وزارت په چوکاټ کې   یو  ژمن ، منظم ، سنبال ،صادق او مسئولیّت منونکی پوځ  جوړ  کړي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 11, 2021 01:11 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانود  نوي پوځ جوړونکي کمیشن کار پیل کړ

دغه کمیشن دنده لري څو  زر ترزره  دافغانتسنا د اسلامی نظام او حکومت د اړتیاؤ  په اساس  دملی دفاع وزارت په چوکاټ کې   یو  ژمن ، منظم ، سنبال ،صادق او مسئولیّت منونکی پوځ  جوړ  کړي .

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت دفاع وزارت  پرون دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د افغانستان دپوځ په جوړښت  د بیا کتنې او په دغه هیواد کې د نوي پوځ د جوړولو لپاره  ځانګړي کمیشن کار پيل کړی  او دغه شل کسیز کمیشن دسرپرست دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په فرمان سره د  پوځ د تشکیلاتو د اغیزشیندونکو او ښو پلانونو دوړاندې کولو لپاره  جوړ شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، دغه کمیشن دنده لري څو  زر ترزره  دافغانتسنا د اسلامی نظام او حکومت د اړتیاؤ  په اساس  دملی دفاع وزارت په چوکاټ کې   یو  ژمن ، منظم ، سنبال ،صادق او مسئولیّت منونکی پوځ  جوړ  کړي .

تیره میاشت د طالبانو د پوځ لوي درستیز  مولوي فصیح الدین  وئيلي وو ،د افغانستان د نوي پوځ دجوړولو لپاره  د یولک پنځوس زره کسیز پرسنلو د جذب بهیر پیل شوی دی . هغه وئيلي ، طالبان  د داسې پوځیانو په جذبولو پسې دي ، چې په پخواني  حکومت کې ئې شتون درلودلی  او  هغه کسان په لومړیتو ب کې دي چې په فساد ککړ نه وي .

د افغانستان  دخارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي  هم له دې مخکې ټينګار کړی ؤ ،افغانستان دتیر وخت په شان  داسې پوځ ته چې د ناټو او امریکا په هدایت او روزنې سره وي ،هیڅ ضرورت نه لري .