پکار ده ترکیه له  اسرائيلو سره  اړیکې ولري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i109434-پکار_ده_ترکیه_له_اسرائيلو_سره_اړیکې_ولري
له اسرائيلو سره د  اړیکې دټينګولو په باب د ترکیې د  ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې  د واشنګټن په وسیله  دسیمې د ځینو عربو هیوادونو ورته  فیصلې  له ډيرو نیوکو او   شرمونو سره مخامخ شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • پکار ده  ترکیه له  اسرائيلو سره  اړیکې ولري

له اسرائيلو سره د  اړیکې دټينګولو په باب د ترکیې د  ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې  د واشنګټن په وسیله  دسیمې د ځینو عربو هیوادونو ورته  فیصلې  له ډيرو نیوکو او   شرمونو سره مخامخ شوي دي.

تسنیم خبری اژانس راپور روکړ،  دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  قطر ته له سفره وروسته  له صهیونیستي رژيم سره د اړیکې دټينګولو خبره کړې  او  متحده عربی اماراتو سره  دترکیې داړیکو ښه کیدا ته په اشارې سره ئې وئيلی دي،دغه بهیر ولې له اسرائيلو سره  تعقیب نشي .

 اردوغان په دوام کې ووئیل   هم اسرائيل او هم ترکیه  دیوه بل حساسیتونه په ښه ډول درک کوي  او په دې اساس به پر مخ لاړ شو .

 د ترکیې ولسمشر د  دترکیې د یوه تاجر  عثمان  کاوالا او  د صلاح الدین دمیرتاش  د بندیکیدا په باب  داروپائي اتحادئې د  اعلامیې په باب هم  ووئیل ،  مونږ دغه  فیصلې  په رسمیّت نه پيژنو ، ورباندې سترګې پټوو  او د مونږ لپاره څه  اهمیّت هم نه لري .

 د ترکیې ولسمشر قطر ته  خپل سفر مثبت بللی او  د دواړو هیوادونو ترمینځ  ئې دملګرتیاؤ دژورتیا خبره کړې ده .

له اسرائيلو سره د  اړیکې دټينګولو په باب د ترکیې د  ولسمشر څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې  د واشنګټن په وسیله  دسیمې د ځینو عربو هیوادونو ورته  فیصلې  له ډيرو نیوکو او   شرمونو سره مخامخ شوي دي.