د صهویسټ رژيم په ضد شپږپریکړه لیکونه تصویب شول 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109506-د_صهویسټ_رژيم_په_ضد_شپږپریکړه_لیکونه_تصویب_شول
دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه  دملګروملتو  د عمومی اسمبلۍ  د  سیاسی او استعمار ضده  چارو په ځانګړي کمیټې کې  تصویب شوي وو  چې  د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ  په غونډې کې  هم تصویب شول .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 11, 2021 01:38 Asia/Kabul
  •  د صهویسټ رژيم په ضد شپږپریکړه لیکونه تصویب شول 

دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه  دملګروملتو  د عمومی اسمبلۍ  د  سیاسی او استعمار ضده  چارو په ځانګړي کمیټې کې  تصویب شوي وو  چې  د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ  په غونډې کې  هم تصویب شول .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  دملګروملتو عمومی  اسمبلۍ دصهیونیسټ رژيم  له خوا فلسطین دمظلوم  ولس د انساني حقوقو دخلاف ورزۍ او ددغه رژيم  دجنایتونو په خلاف شپړ پریکړه لیکونه چې له دې مخکې  دعمومي اسمبلۍ  څلورمې کمیټې تصویب کړي وو ، په اکثریت سره رایه ورکړه .

 په راپور کې وئيل شوي ، دغه پریکړه لیکونه ، دنومبر په لسمه نیټه  دملګروملتو  د عمومی اسمبلۍ  د  سیاسی او استعمار ضده  چارو په ځانګړي کمیټې کې  تصویب شوي وو  چې  د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ  په غونډې کې  هم تصویب شول .

 دغه پریکړه لیکونه  د فلسطینیانو دبشری حققوو په سسټماټیک خلاف ورزۍ کې د صهیونیسټ رژيم د  اقداماتو ، په  ختیځي بیت المقدس  او جولان  کې د ښارګوتو  دجوړونې  د محکومیّت  اود فلسطینیو کډوالو لپاره دملګروملتو د مرستندویه او کارموندونکي آژانس (آنروا)  له فعالیتونو څخه دملاتړ په باب  دی .

 په دغو پریکړه لیکونو کې  همداراز په نیواکي ټاټوبو کې د ښارګوټو دجوړونې ، د غزې د مځکنۍ ، هوائي او سمندر له لارې کلابندۍ ، په نیواکي ټاټوبو کې د فلسطینیو ښاریزو په ضد د ښارګوټو اوسیدونکو لمسونکي اقدامات   او همداراز   د فلسطینیانو  بندی کول او  خپل سري اقدامات او د کورنو ورانول   هم محکوم شوی  او خپلو کورونو ته د فلسطنیو کډوالو پر ستنیدا ټينګار شوی دی .په دغه پریکړه لیکونو کې  دسورئې دجولان په باب هم له صهیونیسټي رژیمه غوښتل شوي ، دملګروملتو په تصویب شوو پریکړه لیکونو دې عمل وکړي او ددِې سیمې نیواک دې پاي ته ورسوي .