-
په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حمله دتکفیریانو داحیاء لپاره دامریکایانو دسیسه ده
May 10, 2021 10:19دغه غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې امریکایان دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی دي ، له ټولو زیات سپينه ماڼۍ اصلی تورنه ګڼي چې افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه دداعشي تکفیریانو په منتقلولو او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ دویستلو په بڼه کې دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو په لټه کې دي .
-
په غزني ولایت کې د افغان ځواک امنیې قومندان وژل شوی
May 10, 2021 09:46په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې په داسې حال کې مسلمان ولس په خولې روژې نیولي د جنایتکارو او وحشي ډوله تکفیریانو په لاس په وینو کې لمبول کیږي .
-
د هیګ په نړیوالې محکمې کې په افغانستان کې په جنګی جنایتونوغور وشو
May 10, 2021 09:30د افغانستان خارجه وزیر محمدحنیف اتمر پرون په هیګ کې د نړیوالې محکمې د څارنوالانو له دفتر سره په ګډې اعلامیې کې وئیلي د ي،مونږ دلارې دنقشې په انځورولو کې اوڅاره پرمختګ درلودلی څو ډاډ ترلاسه کړو چې دهر جرم په اړه به مجرم ته سزا ورکړل شي .
-
د فلسطینانو په ضد صهونیسټانو تیري اندیښمنونکي دي
May 10, 2021 09:00د ملګروملتو سرمنشي دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو هم ټينګار کړی دی .
-
درې ورځنی اور بند د افغانستان د بحران سیاسی حل لاره نه ده
May 10, 2021 08:36طالبانو ډلې په داسې حال کې د نیکمرغه وړوکي اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ، چې دغې ډلې په روژې مبارکې میاشتې کې د اور بند دټينګیدا ، د جنګ او حملو د درولو لپاره د افغانستان دحکومت له غوښتنو سره سره خپل وسلوال عملیات زیات او دغه راز حملې هم په اوڅاره توګه زیاتې کړي دي .
-
په ارزګان کې د طالبانو د یو نفوذي په لاس د یوې پوستې ۴عسکر وژل شوي
May 09, 2021 13:17د ارزګان ولایت په یوې کمربندې امنیتي پوستې کې د وسله والو طالبانو دیو نفوذي کس له خوا د پوستې ۴عسکروژلي چې ورپسې د افغان ځواکونو له لورې نفوذي کس هم له خپلو نورو ملګرو سره وژل شوي. په دې اړه بشپړ راپور له خپل خبریال آورو .
-
په افغانستان کې به تورزړي ترکومه پورې د مظلومانو وینه بهوي ؟له شناندوئې دلته آورو
May 09, 2021 13:08د افغانستان په کابل کې دسید الشهداءښونځې په وړاندې په بوږنونکي پيښې کې د بې ګناه زده کونکو د وینو بهونکو تورزړو جنایتکارو د وحشي ډوله اقدام په باب د افغانستان د سټراټژيکو مطالعاتو د مرکز مشر غلام جیلاني ځواک او د سیمې د چارو یوکارپوه علی واحدي خپل نظرونه داسې بیانوي .
-
اسلامی نړۍدې داسرائیلود جنایتونو ددرولولپاره اقدام وکړي
May 09, 2021 11:32دصهونیسټ رژيم جنایتونه له درستو سرو کرښو تیر شوي او د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي او دقدس ښار او د هغه اسلامی تاریخ او موجودیّت ، ددغې سیمې دا وسیدونکو رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې په نښه کړې ده ،
-
هغه کسان چې له افغانستان سره ئې زړونه تړلي،وروروژله ختمه کړي
May 09, 2021 11:03دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو چې په مظلوم ډول د تکفیری داعشیانو قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او انسانیّت نه پيژني .
-
د ویانا خبرې اترې باید لنډې شي
May 09, 2021 10:29د مئ ۲۱نیټه ، د ایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ د ملګرتیاد درې میاشتنۍ موافقې وروستۍ ورځ ده .