د ویانا خبرې اترې باید لنډې شي
د مئ ۲۱نیټه ، د ایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ د ملګرتیاد درې میاشتنۍ موافقې وروستۍ ورځ ده .
د ویانا خبرې اترې باید لنډې شي
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، په ویانا کې د نړیوالې ایټمي موافقې په خبرواترو کې د روسیې مرکچي ټيم مشر میخائیل اولیانوف نن پخپل یوه ټولینز پیغام کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ګډ کمیشن دمشر او داروپائي اتحادئې دبهرني کمیشن د عمومی منشي د مرستیال آنریکه مورا دټویټ په نقلولو او تائيدولو سره چې لیکلي ئې دي ، دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په خبرواترو کې الټی میټم وجود نه لري ،یادونه کړې ، هیڅ الټي میټم نشته ، خو باید دمئ یویشتمه نیټه چې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژآنس سره دایران د درې میاشتنۍ ملګرتیا دموافقې پاي دی ، هم په نظر کې ونیول شي . .
روسي مرکچي ټيم مشر وئیلي دي ، خبرې اترې له دغه تاریخه وروسته هم دوام درلودلی شي ، خو په داسې بڼه کې به ئې خطرې او ستونزمنیدا هم لازیاته وي . ښه ده چې د ویانا په خبرواترو کې درست ګډون کونکي دغه موضوع درک کوي .
آنریکه مورا پرون په ټولنیز پیغام کې لیکلی وو ، د ویانا دڅلورم پړاؤ خبرې اترې مو پیل کړي دي ،څو جامعه نړیواله ایټمي موافقه احیاء کړ، خو د غږملونکي په توګه یوه حساسه او فوري خبره هم کوم، ځکه چې وخت تیریدا د مونږ په ګټه نه دی . دغه اروپائي چارواکي په دوام کې وئيلي ،په دې خوشال یم چې د ایران اوامریکا پشمول درست پلاوي احساس کوي ، چې دویانا په خبرواترو کې د وخت د اهمیّت په نسبت دغه شان حِس لري .
د مئ ۲۱نیټه ، د ایران او ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس ترمینځ د ملګرتیاد درې میاشتنۍ موافقې وروستۍ ورځ ده .