د فلسطینانو په ضد صهونیسټانو تیري اندیښمنونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100112-د_فلسطینانو_په_ضد_صهونیسټانو_تیري_اندیښمنونکي_دي
د ملګروملتو سرمنشي   دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام  اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو  هم ټينګار کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2021 09:00 Asia/Kabul
  • د فلسطینانو په ضد صهونیسټانو تیري اندیښمنونکي دي

د ملګروملتو سرمنشي   دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام  اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو  هم ټينګار کړی دی .

 سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړی،د ملګروملتو سرمنشي  په الاقصی جومات او نیواکي قدس کې  د فلسطینیانو په ضد دصهیونیسټي رژيم د پوځ په تیریو سخته اندیښنه ښودلې  او ددغو تیریو ددرولو غوښتنه ئې کړې ده .

 راپور ښئ د دملګروملتو دسرمنشي ویندوي سټیفن ډوژریّک  په نیواکي قدس کې د تاؤټریخوالو په دوام او  له خپلو کورونو دفلسطنیو کورنیو د کوچولو  په احتمال د ملګروملتو د سرمنشي  ژورې اندیښنې ته په اشارې سره  وئیلی دي ،آنتونیو ګوتریش له اسرائیلو غوښتي څو د فلسطینیانو د کوچولو او د دوي د کورنو ورانول دې بند کړي .

هغه زیاته کړې ده ، د ملګروملتو سرمنشي   دسوله ایزو غونډو دجوړولو لپاره د فلسطینیانو د آزادۍ د حق په احترام  اوپه مقدسو ځایونو کې د اوسني وضعیّت په ساتلو  هم ټينګار کړی دی .

 دقدس په مرکز کې  واقع باب العامود  سیمه په همداوروستیو شپو ورځو کې  د قدس داوسیدونکو او صهونیسټي پوځیانو د دنښتو او اخ وډب ډګرشوی ده .له بل پلوه  وحشي صهیونیسټي پوځیانو  د یوې محکمې  په فیصلې په تکیې سره له الاقصی جومات سره نزدې له شیخ جراح کوڅې څخه  دفلسطینیو کورنیو په کوچولو پسې دي ، چې د فلسطینیانو  له مقاومت او همداراز   له نړیوال محکومیّت سره  مخامخ شوي دي .