هغه کسان چې له افغانستان سره ئې زړونه تړلي،وروروژله ختمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i100080-هغه_کسان_چې_له_افغانستان_سره_ئې_زړونه_تړلي_وروروژله_ختمه_کړي
دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو  چې په مظلوم ډول  د تکفیری داعشیانو  قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او  انسانیّت نه پيژني . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2021 11:03 Asia/Kabul
  • هغه کسان چې له افغانستان سره ئې زړونه تړلي،وروروژله ختمه کړي

دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو  چې په مظلوم ډول  د تکفیری داعشیانو  قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او  انسانیّت نه پيژني . 

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران داسلامی جمهوریت  دقضایه قوې مشر سید ابراهیم ریئسي په کابل کې د ترهه ګرې پيښې په اړه د  افغانستان شجاع او میړني ملت ته تسلیّت وئیلی  او وئيلي ئې دي ،په کابل کې وحشی ډوله  او بوږنونکي ترهه ګره پيښه او ددغې پيښې زړه دردونکي عکسونه او صحنې د  هر وجدان لرونکي انسان زړه دردوي . ابراهیم رئیسي  وئیلي دي ، د روژې په مبارکې میاشتې کې  د معصومو زلمیانو اوماشومانو ټوټه کول  د هغو  بزدلو درندګانو  کار دی چې  له اسلام او انسانیّته نه دي خبر .

 همداراز د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  هم  په کابل کې د انجونو په ښونځي د پرونۍ ترهه ګرې حملې په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې  نن لیکلي دي ، اوس ئې وخت رارسیدلی ، هغه درست کسان چې له افغانستان  او اسلام سره ئې زړونه تړلي دي ، له وروز وژلې لاس واخلي او په یوموټي کیدا سره دې په بې وطنه داعشیانو باندې دې  ډګر تنګ کړي .

 جواد ظریف  په دوام  کې لیکلي دي ،دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو  چې په مظلوم ډول  د تکفیری داعشیانو  قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او  انسانیّت نه پيژني .