-
په تېرې یوې میاشتې کې له ایران څخه څه د پاسه ۴۴ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي
Jul 27, 2023 01:35د افغانستان د نیمروز ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست چارواکو له ایران څخه د ورېښمو له لارې هېواد ته څه د پاسه ۴۴ زره افغانانو د راستنېدو خبر ورکوي.
-
بلخ کې د عاشورا مراسمو نمانځنې لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي
Jul 27, 2023 01:27د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره بلخ کې امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهل تشیع اړوند جوماتونو او تکیهخانو امنیت لپاره کلک تدابیر نیولي دي.
-
د افغانستان په ۸ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو او سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده
Jul 25, 2023 07:36د طالبانو په حکومت کې پېښو ته د سېدو په چارو کې د دولت وزارت وياند شفیع الله رحیمي ویلي چې د افغانستان په ۸ ولايتونو کې د طبيعي پېښو له امله تراوسه ۳۸ تنه مړه، ۵۸ تنه ټپيان او ۲ تنه لادرکه دي. نور حال زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د اوکراین لخوا د خوشه يي بمونو کارول او د جاپان مجرم ضمیر
Jul 25, 2023 13:58د خوشه يي بم په واسطه پر روسي ژورنالیستانو تر برید وروسته، جاپان د دې ډول وسلو د کارولو بندیز په تړون کې، د نورو هېوادونو پر شاملېدو ټینګار وکړ.
-
د ابو مهدي نومي توغندی د دښمن الوتکې وړونکې بېړۍ له کاره غورځوي
Jul 25, 2023 10:09د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان وویل: د ابو مهدي نومي کروز توغندي په کارونې سره کولای شو د دښمن جنګي بیړۍ او د هغوی الوتکې بې اغېزې کړو.
-
د ترهګرو شرارت به بې ځوابه پاتې نه شي
Jul 25, 2023 09:34د ایران د اسلامي جمهوریت د پولیسو د قومندانۍ مرستیال، ترهګرو او ټولو هغو کسانو ته چې د دغه هېواد په سویل ختیځ کې د فتنې سبب کېږي په خبرداری سره وویل: په دې کې هېڅ شک نشته چې د ترهګرو شر به بې ځوابه پاتې نه شي.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ازبیکستان ته ماتې ورکړه
Jul 25, 2023 09:10د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د منځنۍ آسیا د فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو په دویمه لوبه کې ازبیکستان ته د ۴ پر ۳ په توپیر ماتې ورکړه.
-
د عاشورا مراسمو لپاره پوره امنيتي تدابير نيول شوي
Jul 25, 2023 08:32د عاشورا ورځې په رانږدې کېدو سره د کابل د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د عاشورا د مراسمو نمانځنې لپاره يې کلک امنيتي تدابير نيولي دي.
-
مرستندویه ټیمونه مو سېلاب ځپلو سیمو ته رسېدلي دي
Jul 25, 2023 08:23ملګري ملتونه وايي، چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو ناڅاپي سېلابونو لسګونه کسان وژلي، سلګونه کورونه او زیاتې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.
-
په ننګرهار کې لسګونه ټنه بې کیفیته خوراکي او تاریخ تېره توکي او درمل وسوځول شول
Jul 25, 2023 08:04د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند ډاکتر چاوید وایي چې د ننګرهار ګمرک ریاست په ګډه همکارۍ یې په دې ولایت کې ۱۵۰ ټنه بې کیفیته، تاریخه تېره او غیر معیاري خوراکي توکي او درمل د یوه پلاوي پر وړاندې وسوځول شول. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ