د صهیونیسټي رژیم یرغل ته ځواب زمونږ طبیعي حق دی
د حماس ویاند په غزه کښې دمقاومت په سنګرونو باندې د صهیونیسټي رژیم د ډرون حملې په غبرګون کښې وویل: دا حملې به د نیواکګر رژیم خلاف د مقاومت د ځواکونو مبارزه و نه دروي.
د حماس ویاند په غزه کښې دمقاومت په سنګرونو باندې د صهیونیسټي رژیم د ډرون حملې په غبرګون کښې وویل: دا حملې به د نیواکګر رژیم خلاف د مقاومت د ځواکونو مبارزه و نه دروي.
د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ ویاند «حازم قاسم» نن ټینګار وکړ چې د فلسطین ولس او د هغه مقاومت په ټولو میدانونو او د جنګ په جبنو کښې له ټولو مبارزو څخه ملاتړ، د مسجدالاقصی په یهودي کولو او د غزې د محاصرې او په لویدیځې غاړې کښې یې د جنایتونو په لړ کښې د صهیونیسټي رژیم د نیواکګرو سیاستونو خلاف د خپل طبیعي حق په توګه جاري وساتي.
دا پرله پسې څلورمه ورځ ده چې صهیونیسټي رزیم د صهیونیسټ میشتو ښارګیو په لور د اور بلوونکو بالنونو د لیږلو په پلمه، د مقاومت سنګرونه د خپلو ډرون بریدونو هدف ګرځیوي.