پاکستان په هالینډ کښې د قرآن کریم سپکاوي ته غبرګون وښود
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هالینډ په هیګ کښې د قرآن پاک د حرمت بې احترامي وغندله
له اسلام آباده زمونږ د خبریال د رپورټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې «ممتاز زهرا بلوچ» په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د هالینډ په هیګ ښار کښې د اسلامي ملګرتیا سازما د غړو هیوادونود استازولۍ د دفتر مخې ته د مسلمانانو د سپيڅلي کتاب د حرمت په سپکاوي کښې تازه اقدام په ټوله نړۍ کښې د میلیارډونو مسلمانانو احساسات خوږمن کړي دي.
هغې زیاته کړه: په دا ډول کرکجنو کړنو باندې هیڅکله سترګې نه شو پټولې چې د بیان او عقیدې د آزادۍ او د اعتراض په شان عنوانون سره ترسره کیږي.
د پاکستان د خارجه وزارت په خبرپاڼې کښې راغلي دي: د بیان آزادي له یولړ مسئولیتونو سره مل ده، په دې وجه حکومتونه باید د هغو توکمپالو او مله اسلامه د ویروونکو اقداماتو په فعاله توګه مخنیوي وکړي چې د مذهبي کرکې د راپاریدو لامل ګرځي.
میرمن بلوچ په دې خبرې سره چې د پاکستان اندیښنه د هالینډ حکومت ته ابلاغ شوې ده، وویل: مونږ له غوي غواړو چې د پاکستان د خلکو او د ټولې نړۍ د مسلمانانو د جذباتو خیال وساتي او د دغو ډوله کرکه اچوونکو او له اسلامه د ویروونکو اقداماتو مخه ونیسي.
د ویلو ده چې د تیرې شنبې په ورځ د یو افراطي ګوند مشر «اډوین واګنسولد» په هیګ ښار کښې د پاکستان، ترکیې، انډونیشیا او ډنمارک د سفارتخانو مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه څیرې کړې وه.